تاند- د سعودي عربستان حکومت د کعبې شریفې پر بام کمره نصب کړې چې له کبله یې د ټول بیت الله الحرام ساحه لیدل کېږي.

د مکې مکرمې زیارت او طواف د هر مسلمان یوه هیله ده. هر څوک چې وس او امکان لري هڅه کوي چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره کعبې ته لاړ شي.

د سعودي عربستان د رسنیو د راپور له مخې د ملک عبدالله د هغې پروژې په لړ کې، چې پر اساس یې د مسجد الحرام ساحه پراخېږي، دا کمره پر کعبې شریفې نصب شوې څو له یوې خوا خلک دا مقدس مکان وویني او له بلې خوا د پروژې د کار څارنه وشي.

ویل شوي چې د کمرې د اېښودلو اساسي هدف د پراختیايي پروژې د کار څارنه ده. اوس د دې ځانګړې کمرې په وسیله نه یوازې د کعبې په شاوخوا کې روان کار لیدلی شئ بلکې کعبه شریفه، مسجد الحرام او د بیت الحرام ټوله ساحه لیدلی شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *