تاند- په سعودي عربستان کې د پنجشنبې په ورځ د یوه پاکستاني سر په دې خاطر غوڅ شو چې دغه هیواد ته یې مخدر مواد قاچاق کړي ول.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وینا پاکستاني تبعه سلطان حسن خادم ته وروسته له دې سزا ورکړای شوه چې جرم یې ثابت شو.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې سږ کال په دغه هیواد کې ۲۵ تنه په ورته ډول اعدام شوي دي. تېر کال ۷۸ تنه اعدام شوي ول.
په سعودي عربستان کې جنسي تېري (جبري)، قتل، ارتداد، وسله والې غلا او د مخدرو موادو قاچاق جرمونو ته سزا اعدام ده.
ډېر ځلي بې خبره افغانان د چالاکو قاچاقبرو ښکار شوي. پام مو وي چې د بل چا بکس په دې پلمه چې د چا وزتن زیات دی او ستاسو کم دی، په خپل نوم ونه منئ. ممکن د بل چا په بکس کې مخدر مواد وي او تاسو د بل چا پر ځای اعدام شئ.