تاند- سعودي عربستان چې د سوریې د رژیم د پرزولو لپاره د امریکا په مشرۍ له نړیوالو هلوځلو مایوسه شوی، د سوري یاغیانو د روزنې لپاره یوه نوې لویه هڅه پیلوي.

فارن پالیسي خپرونې د درو سرچینو په قول، چې د سعودي عربستان له دې پروګرامه خبرې دي، ویلي چې سعودي له پاکستانه غوښتي چې د سوریې د رژیم پرضد جنګیالي وروزي.

پاکستان او سعودي عربستان د امریکا له سي آی اې سره یوځای په اتیایمه لسیزه کې افغان مجاهدین د پخواني شوروي اتحاد پرضد وروزل او د هغو ملاتړ یې وکړ.

د دې کار عواقب تراوسه افغانان او نړیواله ټولنه زغمي ځکه چې افغان تنظیمونو د وخت شوروي پلوه رژیم وپرزاوه خو په خپله یې حکومت جوړ نه کړای شو او په نتیجه کې یې په افغانستان کې سخت دریځۍ وده وکړه تر دې چې ځیني مجاهدین له القاعده سره ملګري شول او د وسلو خوله یې د خپلو پخوانیو متحدانو لور ته واړوله.

د سوریې لپاره د جنګیالیو د روزلو د منفي عوقبو د خطر په اړه په ریاض کې خبرې شوي او هغه سعودیان چې د روزنې له دې پروګرامه خبر دي، وايي چې دا به د سخت دریځو ضد وي نه د افراطیت د پیاوړتیا پروګرام.

فارن پالیسي د دوی له قوله همداراز ویلي چې د سعودي عربستان دا پروګرام دوه هدفونه لري؛ یو د بشار اسد د رژیم پرزول او بل د هغو ډلو کمزوره کول چې له القاعده سره تار لري.

د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی مشر او په واشنګټن کې د دغه هیواد سفیر شهزاده ترکي په وروستیو کې په یوه مرکه کې وویل چې باید د سوریې د حکومت اصلي مخالفان پیاوړي شي څو دوی د سخت دریځو په وړاندې، چې له هرې خوا راځي او خپله ایډیالوژي پر سوریه والو تپی، ځان وساتلی شي.

فارن پالیسي وايي چې حاضردمه د سعودي عربستان په طرحه کې د پاکستان رول محدود دی خو سعودیان په دې غور کوي چې د یاغیانو د دوو لواګانو یعني له پنځو زرو تر لس زرو جنګیالیو د روزلو مسوولیت پاکستان ته وسپاري.

لومړی ځل له پاکستان څخه د سوري یاغیانو د روزلو په اړه د سعودي پلان د کارینګي د تحقیقاتي انستیتیوت د منځني ختیځ د چارو کارپوه یزدي سايي څرګند کړ، ده لیکلي چې سعودي عربستان د سوریې د حکومت د مخالفانو د یوه پوځ، چې له ۴۰ تر ۵۰ زره غړي ولري، د جوړولو پلان لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

فارن پالیسي وايي چې سعودي د سوریې د رژیم پرضد د خپل پلان په عملي کولو کې د پاکستان ترڅنګ، چې ځواکونه به روزي، د اردن، متحده عربي اماراتو او فرانسې ملاتړ هم لري.

2 thoughts on “سعودي عربستان سوري جنګیالي په پاکستان روزي”
  1. داسنگہ پاکستان دی چی ھرزی تہ دی خلگ روزی پہ نڑی کی ولی دونہ نرنشتہ چی مخ نیوی ی وہ کڑی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *