تاند- سعودي عربستان له افغانستان څخه د ژوندیو مرغانو پر وارداتو موقتي بندیز ولګاوه.
د سعودي عربستان د خبري اژانس (SPA) د راپور له مخې، د دغه هیواد د چاپېریال ساتنې، اوبو او کرنې وزارت له افغانستان څخه د ژوندیو مرغانو، د هګیو چرګو او چرګانو پر واردولو بندیز ولګاوه.
دا وزارت وايي چې بندیز یې وروسته له دې ولګاوه چې په افغانستان کې یې د مرغانو د ساري زکام د خپرېدو په اړه راپورونه ترلاسه کړل.
د سعودي عربستان د چاپېریال، اوبو او کرنې وزارت وايي چې دا بندیز یې موقتي دی. څرګنده نه ده چې له افغانستانه سعودي عربستان ته چرګان صادرېږي او کنه.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په خوست او څو نورو ولایتونو کې د مرغانو د ناروغۍ په اړه خبرونه خپاره شوي دي.
په خوست کې د کارغانو له پرله پسې مړینو او په دې اړه پر ټولنیزه رسنیو د خلکو له اندېښنو وروسته څرګنده شوه چې په دې ولایت کې کارغان او نور وحشي مرغان د انفلوانزا یا د مرغانو پر والګي اخته شوي دي.
چارواکي وايي، د کرنې او مالداري وزارت په لابراتوارونو کې د مړو شویو کارغانو د نمونې معاینې ښودلې چې دا مرغان په والګي اخته دي، خو تر اوسه په فارمونو، کورنیو چرګانو او انسانانو کې د دې ناروغۍ مثبت واقعات نه دي لیدل شوي.
د خوست د کرنې رئيس سمیع الله نصرت وايي چې له تېرو دوه نیمو اونیو راهیسې په دې ولایت کې د کارغانو پرله پسې مړینو په خلکو کې اندېښنې راپورته کړې وې چې له بده مرغه په معایناتو کې د مرغانو والګی تشخیص شو.
ښاغلي نصرت زیاته کړه، توانېدلي چې د دې ناروغۍ د کنټرول او عامه پوهاوي لپاره له کابله تخینکي ټیم راوغواړي او اړوند وزارت خپل امکانات خوست ته ورسوي.