تاند- سعودي عربستان د ملګروملتو ترهګري ضد مرکز ته ۱۰۰ ملیون ډالره ورکړې څو له تروریزم سره پر مبارزې یې ولګوي.

په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر عدیل الجبیر د سرمنشي بانکي مون په حضور کې د چهارشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل:«تروریزم هغه ناوړه پدیده ده چې باید د نړیوالو په هلوځلو یې له درستې نړۍ څخه ریښې ورکې شي.»

ده له تروریزم سره د ملګروملتو د مبارزې مرکز په نړۍ کې یوازینی مرکز وباله چې له ترهګرۍ سره د مبارزې مشروعیت لري.

په ملګروملتو کې د سعودي عربستان دایمي استازي عبدالمعلمي هم له ترهګرۍ سره د ملګروملتو له لارې مبارزه ګټوره وبلله.

د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون وویل چې سعودي عربستان په سم وخت دا سل ملیون ډالره مرسته وکړه. د ده په وینا دا پیسې په داسي حال کې ملګروملتو ته ورکول کېږي چې د اسلامي دولت جنګیالیو په سوریې او عراق کې د جګړو اور بل کړی او ټولې سیمې ته یې خطر پېښ کړی دی.

د سعودي عربستان سفیر الجیر وویل چې حکومت یې د تروریزم پر ضد د جګړې د جبهې په سر کې دی.

ده یادونه وکړه چې ترهګر د اسلام نوم استعمالوي خو اسلام مظلوم واقع شوی او له تروریستي فعالیتونو سره هیڅ ارتباط نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *