تاند- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په عراق کې د ایران د نفوذ پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه او ایران یې تورن کړ چې د داعش یا اسلامي دولت پر ضد د جګړې لپاره عراق ته د وسلو د لېږلو له لارې هڅه کوي چې پر عراق خپل کنټرول ټینګ کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې د امریکا له باندنیو چارو وزیر جان کیري سره یوې ګډه خبري غونډې ته وویل:«تکریت د هغه څه څرګنده بېلګه ده چې موږ یې اندېښمن کړي یوو. ایران پر عراق د تسلط په حال کې دی.»

شهزاده فیصل په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) پرضد د امریکا په مشرۍ له نړیوال ايتلافه وغوښتل چې د دې سختدریځې ډلې پر ضد مځکنۍ جګړه وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د داعش پر ضد د مځکنۍ جګړې پوځي وسایل او تجهیزات به برابر کړي.

1د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر سره په خبري غونډه کې وویل چې هیواد یې داسي معلومات ترلاسه کړي چې پر اساس یې داسي ښکاري چې د ایران د سپاه پاسداران قومندان قاسم سلیماني د تکریت ښار د بېرته نیولو په عملیاتو کې د مرستې لپاره په عراق کې دی.

ښاغلي کیري د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ښاغلی سلیماني د تکریت په جګړه کې برخه لري، وویل:«هو، نوموړي په جګړه کې برخه لري.»

ده په عین حال کې وویل چې د تکریت د بېرته نیولو عملیات د عراقیانو په مشرۍ دي.

4 thoughts on “سعودي عربستان وايي چې ایران د عراق د لاندې کولو په لټه کې دی”
  1. Iran is on the verge of becoming a shia empire which will destabilize the entire region and will pose a serious threat to world peace.

  2. د حجت الاسلام و الخمنیی … قاسم سلیمانی په ضد د ب 52 الوتکی باید پکار واچول شی ترڅو سیمه له جګړو وژغورل شی.

  3. تر سو پوری چه زمونگ په منز کی احمق او لیونی مسلمانان موجود وی ، مونگه به د همیش لپاره دامریکا او انگریز مزدوران یو. په اسلامی مملکتونو فقط د گوتو په شمیر مباریزونو ته ضرورت شته لکه (( ستر مبارز او لوی شخصیت علامه سید جمالالدین افغانی رح. ) دهغسی ورزی په هیله .ربالعالمین دی خپل دلوی خدایی په روی سره دمسلمانانو په منز کی اتحاد راولی. امین

  4. ښاغلی حقیقت او ښاغلی حسن او ښاغلی سعود الفیصل په نس کی جوړ نه ښکاری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *