تاند- سعودي عربستان د هغو افغانانو، چې په پاکستاني پاسپورټونو دغه هیواد ته ورغلي، وېزې او اقامې د دوی افغاني پاسپورټونو ته اړوي.
دا په تېرو ۱۵ کلونو کې په سعودي کې د زرګونو هغو افغانانو غوښتنه وه چې په ناچارۍ یې په سعودي کې د کار لپاره پاکستاني پاسپورټونه اخیستي ول.
په ریاض کې د افغانستان سفارت وویل، چې افغانانو ته یې د افغاني پاسپورټونو توزیع پیل کړې څو له پاکستاني پاسپورټونو خپلې سعودي وېزې پرې راواړوي.
په افغاني پاسپورټونو د سعودي مېشتو افغانانو د وېزې انتقال به له افغانانو سره مرسته وکړي چې په ډاده زړه خپل هیواد ته تګ راتګ وکړي او د خپلو لاسونو په تڼاکو ګټلې پیسې د پاکستان په هوايي ډګرنو کې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیسو ته په رشوت ورنه کړي.
په ریاض کې د افغانستان سفیر سید جلال کریم وویل چې سفارت د ورځې ۱۵۰ پاسپورټونه توزیع کوي.
اټکل کېږي چې نژدې ۸۰ زره افغان کارګر په پاکستاني پاسپورټونو سعودي عربستان ته تللي دي.
په سعودي عربستان کې مېشت افغان کارګر د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لري.
له سعودي عربستان څخه پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هماغه وخت د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا هم څو ځلي غوښتنه کړې وه چې د افغانانو دا ستونزه حل کړي خو د سعودي عربستان او افغانستان اړیکې پخوا ډېرې نژدې نه وې.
سعودي ته د ولسمشر غني د پر له پسې سفرونو په نتیجه کې د افغانستان په وړاندې د سعودیانو په دریځ کې خورا بدلون راغی او ریاض ته د اجرايي رييس عبدالله عبدالله په وروستي سفر کې سعودي چارواکو د افغانستان دا غوښتنه ومنله.
په سعودي عربستان کې افغان مسافر وايي چې د افغانستان سفیر سیدجلال هم په دې برخه کې ځانګړې توجه کړې او دوی یې ستاینه کوي.
زما په خیال وس کوم حاجت نه ورته لری
یو متل دی
چی په واده راپه کار نه شی
ده کور د سره دی غله یوسه لاونګین
وس افغانان وائی چی په سعودی کی وس هغه کارونه نشته چی پوخا ول
په شمول زما د خپل وانو چی وس بیرته راروان دی
ملګرو ته د پام وړ ټیکی
هغه دا چی سعودی هیواد زمونږ د ولسمشر سره دا خبره منلی وه چی پو سعودی کی افغان میشتو وګړو ته دی خامخا به ویزه پو افغنی پاسپورت ورکوی . نه د عبدالله سره ، دا نو یو تصادف وو چی د عبدالله د تک سره دا خبره یا دا لړی پیل شوه . نو ځکه د ګران هیواد محترمو او معززو لیکوالانو نه هیله ده چی داسی مهم تیکوته دی پام وکړی . بو درنښت .
الحمد لله الذي بنعمته تتم الصالحات
زما دتجربې له مخې دا وايم چه دسعودي حکمومت مسئولين مسلمان او زړه سوانده انسانان دي که دوي ته دافغانانو مشکلات په پوره او کامله توګه څوکاله مخکې بيان شوي واي او دحل معقولې لارې هم ورته وړاندې شوې واي دوي به همغه وخت په دې کار موافقه کړې وه
اوس څه ښاغلي سيد جلال کريم دافغانانو په مشکلاتو دوي پوره خبر کړل دوي هم فورا موافقه وکړه