تاند- د پاکستان یوې ورځپاڼې د دغه هیواد د چارواکو په قول وویل چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلام اباد په وروستي سفر کې له پاکستانه غوښتي چې په سعودي کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستلو کې مرسته وکړي.

نوای وقت ورځپاڼې نن /چهارشنبه/ د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر اعزاز احمد چودري له خولې لیکلي چې په همدې لړ کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم ژر اسلام اباد ته ورشي.

ده د کیري د سفر د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل.

ښاغلي چودري وویل، ټاکل شوې ده ��ې سعودي عربستان، پاکستان او امریکا ډېر ژر د طالبانو د دفتر د پرانستلو او نورو سیمه ییزو چارو په تېره بیا د افغانستان د حالاتو په اړه له یو بل سره خبرې وکړي او په دې برخه کې جوړجاړي وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل، چې د خپل هیواد د پاچا ملک عبدالله یو خاص پیغام یې د پاکستان ولسمشر ته وسپاره، پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان له یوې خورا سختې مرحلې د تېرېدو په حال کې دی او باید د ناټو پوځیان له دغه هیواده ووځي.

ده په عین حال کې چې د ناټو ځواکونو د بې جنجاله وتلو غوښتنه وکړه پر دې هم تاکید وکاوه چې ترهګر باید بیا په افغانستان کې واک ته ونه رسېږي.

فیصل دا هم وویل چې پاکستان او عربستان په دې موافقه کړې چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته باید په افغانستان کې هیڅ راز تشدد دوام ونه کړي او په دغه هیواد کې د واک هیڅ ډول تشه رامنځته نه شي.

سعود الفیصل د پاکستان په دوه ورځیني سفر کې له صدراعظم نوازشریف، ولسمشر ممنون حسین او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.

ده وویل چې د پاکستان ولسمشر ته یې د دوو هیوادونو د همکاریو او دوستۍ د ژمنې په باب د ملک عبدالله پیغام سپارلی دی.

د افغانستان ولسمشر، چې د طالبانو د دوحې دفتر یې په غوښتنه بند کړای شو، په قطر کې د طالبانو د دفتر له بیا پرانستل کېدو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دې ډلې ته دې په ترکیه او یا سعودي عربستان کې دفتر پرانستل شي.

تر دې مخکې ځینو طالبانو په ترکیه او سعودي عربستان کې د دفتر له پرانستلو سره مخالفت کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *