تاند- سعودي عربستان امر کړی چې په دغه هیواد کې دې بهرنیان په زرګریو کې کار نه کوي او که چا د دې پرېکړې سرغړونه وکړه، سخته جریمه به ورڅخه واخیستل شي.
د سعودي ګزیټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د شنبې له ورځې /دسمبر۳/ څخه هیڅ بهرنی حق نه لري چې د سعودي عربستان د زرګرۍ په دوکانونو کې کار وکړي.
له فیصلې سره سم که کوم سعودي دوکاندار وموندل شو چې په خپله زرګرۍ کې یې بهرنی په کار ګومارلی، تر ۲۰ زره سعودي ریالو پورې به جریمه شي.
ټاکل شوې ده چې د زرګریو د څارنې لپاره ځانګړي پولیس وګومارل شي.
په سعودي عربستان کې تر ۶ زره زیاتې زرګرۍ شته چې د بهرنیو کارګرو په ګډون ۲۵ زره تنه پکې کار کوي. ځینې زرګرۍ د بهرنیانو دي خو د سعودیانو (کفیلانو) په نامه دي.
په سعودي عربستان کې بهرنیان په خپل نوم پانګونه نه شي کولی ځکه د افغانانو په شمول ډېرو بهرنیانو د سعودیانو په نومونو دوکانونه جوړ کړي او په دې خاطر چې دوکان د سعودي په نوم دی، ګټه ورسره نیم په نیمه وېشي.
دا ډول شرایط د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې د بهرنیانو لپاره نه دي اېښودل شوي.
.د ابوسفیان د بچانو څخه کوم بل انتظار به غیر عاقلانه وی