تاند- د سعودي عربستان حکومت ۱۵ تنه په اعدام او ۱۷ نور په اوږدو قیدونو محکوم کړل.

سعودي عربستان دا کسان ایران ته د پټو اسنادو په ورکولو او جاسوسي محکوم کړي دي.

د پلازمېنې ریاض یوې محکمې د سې شنبې په ورځ د هغو دوسیو په اړه پرېکړه وکړه چې له درو کلونو راهیسي څېړل کېدې او ۳۲ تنه پکې تورن پېژندل شوي وو.

په دغو ۳۰ تنو کې یو ایرانی او یو افغان هم شامل دي.

د سعودي عربستان پر حکومت د دغو کسانو د محاکمې په خاطر نیوکې شوي او ویل شوي چې محاکمه یې سیاسي انګېزه لري.

سعودي دا ۳۲ تنه په ۲۰۱۳ م کال ونیول او د فبرورۍ په میاشت کې یې تور پرې پوري کړ.

د سعودي عربستان دولتي رسنۍ وايي چې محکومانو د هیواد حساس امنیتي معلومات ایران ته ورکړي دي.

پر دوی دغه راز تور پوري شوی چې د ایران له مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي سره یې لیدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *