تاند- د سعودي عربستان حکومت په دغه هیواد کې د ۱۸ دیني عالمانو د جمعې د لمانځه پر خطبې بندیز لګولی دی.

سعودي عربستان دا بندیز د دغو دیني عالمانو له لوري په خطبه کې پر سیاسي مسلو د خبرو په خاطر لګولی دی.

تر سعودي مخکې پرون مصر اعلان وکړ چې یو نیم لک ملاامامان یې د جمعې د لمانځه له خطبو منع کړي دي.

په مصر کې دود دا دی چې حکومت باید ملایانو ته دیکته کړي چې د جمعې د لمانځه په خطبه کې پر کومه موضوع خبرې وکړي.

د سعودي عربستان د الحریت ورځپاڼې د دغه هیواد د اسلامي چارو وزارت په قول ویلي چې له هغو دیني عالمانو څخه پوښتنې ګروېږنې کېږي چې د دې ورځپاڼې په ادعا سرغړونې یې کړي دي.

په دغو اتلس دیني عالمانو کې اکثره په هغه ختیخ ولایت پوري تړاو لري چې اوسېدونکي یې شیعه دي او څو ځلي یې د سعودي عربستان پر سیاستونو نیوکې او اعتراضونه کړي دي.

One thought on “سعودي عربستان ۱۸ دیني عالمان د جمعې د لمانځه له خطبې منع کړل”
  1. سلامونه
    سعودی او امریکا څخه همدومره هیله کیدلای شي-یو د اسلام چمپئن دی او بل دجمهوریت خو په حقیقت کې دواړه منافقان دي…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *