تاند- د سعودي عربستان د رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ۴۹ نور پاکستانیان د تروریستي فعالیتونو په تور ونیول.
ورځپاڼه د سعودي ګزیټ په حواله وايي، د دغو کسانو له نیول کېدو سره د تروریستي فعالیتونو په تور په سعودي عربستان کې د نیول شویو پاکستانیانو شمېر ۶۹ تنو ته ورسېد.
په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس پاکستانۍ ښځه فاطمه رمضان بلوچ له خپل سعودي مېړه سره په النعیم مېنه کې په خپل اپارتمان کې ونیوله.
د تېر کال په جولای کې یوه پاکستاني ترهګر عبدالله ګلزار خان په جده ښا رکې د سلیمان فکیح روغتون مخته ځان والوزاوه.
د جولای له حملې وروسته د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو په خپله خاوره کې ۴۹ پاکستانیان ونیول او تحقیقات یې ورڅخه پیل کړل.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اوکتوبر په میاشت کې یې د دوو تروریستي حملو دسیسې شنډې کړې.
په یوه دسیسه کې، چې پولیسو ناکامه کړه، یو پولیس چارواکی په نښه شوی و.
سعودی دی خدای د پاکستان په ترهګرو وران او پاکستان دی دهند په پمونو وران کړي مونږ خو یی تباه کړو
Da de Rahel Sharif groupe dai che tera myasht da Islami zwakono Meshr ey wotaka.
Da terror mashin pa Pakistan ki dai.
امېن ېا ربالعالمېن