تاند، پنجشنبه، د چنګاښ ۲۷ مه: د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته د عمرې حج زیارت کوونکي د مکې مکرمې، مدینې منور او جدې تر څنګ د دې هېواد هر ښار کې ازادانه ګرځېدلای شي.

عرب نیوز اژانس خبر ورکړی چې د سعودي کابینې په خپله تازه ناسته کې پرېکړه کړې ده چې عمرې لپاره دغه هېواد ته ورتلونکي خلک هر ښار کې ازادانه ګرځېدای شي.

راپور وايي، حکومت د عمرې زیارت کوونکو ته دا جواز د ګرځندوی صنعت د ودې په خاطر ورکړی دی، تر څو له دې لارې هم د سعودي اقتصاد پیاوړی شي.

تر دې وړاندې د عمرې زیارت کوونکو ته له مدینې منورې، مکې او جدې څخه دباندې د وتلو اجازه نه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *