تاند- (د سنبلې ۵) د افغانستان حکومت وايي، سعودي عربستان ورسره ژمنه کړې؛ له پاکستان څخه به وغواړي چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، د سعودي عربستان پاچا د افغانستان له ولسمشر سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د سولې په برخه کې همکاري زیاته کړي.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ د سعودي عربستان په رسمي بلنه دې هیواد ته په دوه ورځیني سفر لاړ. او د عمرې د ادار کولو ترڅنګ یې د پاچا په ګډون د سعودي عربستان له ګڼو چارواکو سره وکتل.

صدیقي وايي، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز بن آل سعود د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ په ترڅ کې وویل چې له پاکستانه به وغواړي څو د افغانستان له حکومت سره د سولې په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد صدراعظم عمران خان د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده سلمان سره ټېلفوني خبرې کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې عمران خان د سعودي ولیعهد ته د هندي کشمیر په اړه معلومات ورکړل.

سعودي عربستان تر دې پخوا له طالبانو هم غوښتي و چې جنګ بس کړي.

صدیقي دا هم وویل چې سعودي ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې دې هیواد له افغانستان سره د ۱۰۰ ملیون ډالرو مرستې موافقه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *