تاند: د سعودي عربستان پر ښځو د کورنۍ د نارینه و له اجازې پرته له کوره بهر د وتلو او سفر بندیز ختمول غواړي.
سعودي کې تر دې وړاندې هغو ښځو د سفر اجازه نه لرله چې د کورنۍ د نارینه لخوا ورکړی او مهر شوی سند به ورسره نه و، خو اوس د سعودي عربستان شاهي کورنۍ یو لوړپوړي غړي والسټریټ ژورنال ته ویلي، دوی غواړي نظام بدل کړي او پر ښځو هغه بندیز ختم کړي چې پخوا به دوی د کورنۍ د نارینه و له اجازې پرته اوږد سفر نه شو کولی.
والسټریټ د سعودي د حکومت د چارواکو په حواله ویلي، دغه هېواد غواړي راتلونکي کال کې له ۱۸ کلونو څخه پورته نجونو او ښځو ته دا جواز ورکړي چې پرته د کورنۍ له اجازې له هېواده بهر یا اوږد سفر یوازې وکړي.
سعودي تر دې وړاندې مېرمنو ته د فوټبال سیالیو لوبغالي او سینماګانو ته تګ، کنسرټونو کې د ګډون، هټۍ والۍ او د موټر چلونې ازادي ورکړې وه.
داسې ښکاري چې ددغه هېواد ځوان وليعهد محمد بن سلمان د اصلاحاتو په بهانه ورو ورو د سعودي د نظام د بدلولو هوډ کړی دی، په داسې حال کې چې امریکا یې د هر اقدام هرکلی کوي.