تاند- د سعودي عربستان د څو وزارتونو پلاوو د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره افغانانو ته د سعودي عربستان د کاري وېزو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې له سعودي عربستانه غوښتي و چې افغانانو ته په خپل هیواد کې د کار لپاره وېزې ورکړي.
ارګ وايي چې د سعودي عربستان پلاوو، چې د ولسمشر غني د وروستۍ غوښتنې په خاطر افغانانانو ته د کار د وېزو د صادرلو پر تخنیکي چارو د غور لپاره افغانستان ته راغلي دي، له یو شمېر افغان چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.
دوی ژمنه وکړه چې خپل معلومات به د سعودي عربستان له اړوندو چارواکو سره شریک کړي څو د هغو په رڼا کې په سعودي عربستان کې د کار لپاره د افغانانو په لاره کې خنډونه لېري شي.
د ځینو راپورونو له مخې سعودي عربستان موافقه کړې چې یولک افغانانو ته وېزې ورکړي.