تاند- د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلطان د هند د سفر په پای کې په دغه ستر هیواد کې ۱۰۰ ملیارد ډالره پانګونه اعلان کړه.

محمد بن سلمان د هند د سفر په پای کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې سعودي عربستان به په هند کې ۱۰۰ ملیارد ډالره پانګونه وکړي.

تر دې مخکې شهزاده سلمان په پاکستان کې د ۲۰ ملیارد ډالره پانګونې اعلان کړی و چې له کبله یې په پاکستان کې جشنونه جوړ شول.

د سعودي عربستان ولیعهد د خپل هیواد او هند د اړیکو پراختیا په سیمه کې د ثبات په ګټه وبلله.

One thought on “سعودي په هند کې ۱۰۰ ملیارد ډالره پانګونه کوي”
  1. I think Prince Solman is on the right track attempting to elevate Saudi Arabia to enter 21 century. He should be reminded though to settle Saudi’s score with Persians in his own neighborhood other than Afghanistan. Afghans are live non-Arab culture and should be respected as such

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *