تاند نیوز ډیسک: سعودي عربستان ګواښ کړی که ایران د هرمز تنګی د بیړیو د تګ راتګ لپاره وتړي، سخت غبرګون سره به مخ شي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادال الجبیر ویلي، د ایران د توندو کړنو له کبله حالات سخت خراب شوي او نړیواله ټولنه به ورسره ژر په ژبه پوه شي خو که یې هرمز تنګی وتاړه، ښه به ورته نه شي.

عادل الجبیر زیاته کړې، هیڅوک نه غواړي ایران سره جګړه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، سعودي بغداد سره اړیکې غښتلې کړې دي او د تیلو د بیو لوړیدل به نړیوال اقتصاد زیانمن کړي، خو که د تیلو د بیړیو په تګ راتګ بندیز ولګېږي، یا خنډونه ورته جوړ شي ښه پایلې به ونه لري.

ایران له غرب سره د لانجې له کبله اکثره وختونه د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی دی.

همدا پرون یې هرمز کې د امریکا بې پیلوټه الوتکه هم غورزولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *