تاند- سعودي عربستان د نړۍ د تر ګردو لوړ برج د جوړولو کار پیل کړی دی. دغه برج به زر متره لوړ وي. فعلا په دنیا کې تر ګردو لوړ برج په دوبۍ کې دی چې برج خلیفه نومېږي او اته سوه اووه ویشت متره لوړ دی خو د عربستان په جدې ښار کې جوړېدونکی شاهي برج به د دوبۍ تر دنګې ودانۍ یوسلو درې اویا متره جګ وي او ارتفاع به یې  زرو مترو ته ورسېږي.

د سعودي ګزیټ ورځپاڼې له راپور سره سم د دې ودانۍ په جوړولو به شاوخوا یو زر او دوه سوه دېرش میلیونه ډالر ولګېږي او پنځه کاله وخت به واخلي.

 د جدې په شاهي برج کې به اپارتمانونه، پنځه ستوریز هوټل، دفترونه او یو ترویتون یا رصد خانه وي چې د ستورو حرکت به ورنه څارل کېږي.

 دغه برج چې تهداب یې په ځمکه کې شپېته متره ژور دی، د سرې بحیرې په غاړه جوړېږي او انجنیران غواړي داسې یې جوړ کړي چې د سمندر د مالګینو اوبو له خطره خوندي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *