تاند- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن په اسلام اباد اباد کې وویل، باید تروریستان پرې نښودل شي چې بیا په افغانستان کې فعالیت پیل کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعودالفیصل، چې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو له مشاور سرتاج عزیز سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل:«د امریکا او شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د پوځیانو وتل باید په پوره سوله ییز ډول او بې له کومې اندېښنې وي.»

ده له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل:«باید داسي شرایط رامنځته نه شي چې بیا ترهرګر په افغانستان کې واکمن شي.

پاکستان ته د سعودالفیصل تر سفر مخکې ویل شوي و چې نوموړی به د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړي.

خو نن ده په خپلو خبرو کې د دې مسلې یادونه ونه کړه.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل، نړیواله ټولنه د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې له لارې په دغه هیواد کې د سولې او ثبات غوښتونکې دی.

پاکستان په تېرو درو لسیزو کې تل د افغانستان د حکومتونو له لوري د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنې تورن شوی دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار مذهبي فرقه پالنه د اسلامي هیوادونو تر ټولو لویه ستونزه وبلله، ویې ویل: دې ډول تاوتریخوالو اسلامي هیوادونو ته جدي چلینجونه پېښ کړي دي.

One thought on “سعود الفیصل: په افغانستان کې باید ترهګر بیا فعاله نه شي”
  1. عجیبه ولا؟! غول دچا تللی او پیغور وچاته ورکول کیږی؟ په یولسم دسپتامبر هغه ترهګر ټوله عربی وه او داهم ثابته شوه دعربستان سفیر په امریکا کی وهغه ترهګرته مخکی تر ترهګری عملیاتو پیسی هم ورکړی وې، بن لادن بیا دپاکستان داستخباراتو په مهمانخانه کی پیدا او ووژل شو، نو دا غولان او ړاڼده نو ولی بیا افغانستان ته اخطارونه ورکوی؟ دافغانستان دا ګوداکی رژیم هم د دغو امریکایانو تربیه شوی جاسوسان دی او دوی د نظامی بی ۵۲ الوتکو په زور دا بیکفایته دافغانستان پر مظلومو خلکو تپلی دی ، ترهګر هم د دوی سره دی، نو افغاننو څخه څه غواړی؟ ولی شف شف وایی ؟ سم دم دی افغانانو ته رسمی اعلامیه ورکړی او ووایی چی څه غواړی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *