دد پاکستان ملي لوبډلې جادوګر سوکه توپ اچوونکی سعيد اجمل د کرکټ نړيوالې شورا له خوا بېرته د توپ اچولو حق ترلاسه کړ. نوموړی او بنګلادېشي سوهاګ غازي يوځای د هند د چينايې ايالت په شري راماچندرا پوهنتون کې د ازمايښتي پړاو څخه بريالي ووتل .
که څه هم سعيد اجمل او سوهاګ غازي د پاکستان او بنګلادېش هېوادونو د 2015 ز. کال په 15 کسيزه ډله کې نشته، خو له دې سره هم ياد هېوادونه خپلو تکړه توپ اچوونکو ته تږي سترګې په لاره دي.
سعيد اجمل د 2014 ز. کال په سپټمبر مياشت کې د ناقانونه توپ اچولو له کبله له لوبو منع شوی و. د کرکټ نړيوالې شورا هغه وخت په يوه راپور کې ويل شوي وو چې د سعيد اجمل توپ اچول د قانوني 15 درجې زاويې له دوه چنده څخه هم زيات و او 42 درجو زاويې ته رسېده، په داسې حال کې چې د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د قانوني توپ اچولو لپاره د مټ 15 درجې زاويې غزونه (Extension) ټاکل شوې ده.
په همدې توګه سوهاګ غازي هم د تېرکال د اګست مياشت کې د ويسټ انډيز پر وړاندې د يوورځنۍ لوبو په لړۍ کې ناقانونه توپ اچوونکی بلل شوی و.
کرکټ ته د سعيد اجمل په بياځل راستنېدو کې د پخواني پاکستاني سوکه توپ اچوونکي ثقلين مشتاق لوی لاس و.
د يادونې وړ ده چې د کرکټ نړيوالې شورا د 2015 ز. کال نړيوال جام د ښه څنګه والي (کيفيت) لپاره، ډېر ناقانونه توپ اچوونکي په کور کېنولي وو.