قریب الرحمن سعید

تاند- اسلامي حزب وايي چې د طالبانو یو شمېر مشرانو د هیواد له داخله او بهره له حکمتیار سره تماسونه نیولي دي.

د حزب اسلامي ویندوی قریب الرحمن سعید وايي، په دغو تماسونو کې د سولې پر لارو چارو او امکاناتو خبرې شوي دي.

قریب الرحمن سعید وايي، وروسته له دې چې د افغانستان له دولت سره د حکمتیار سوله نهايي او عملي شوه، د طالبانو یو شمېر مشران ډاډه شول چې د سولې لار هم شته.

ده همداراز وویل، یو شمېر طالبان غواړي چې له دې فرصته استفاده وکړي او د اسلامي حزب له لارې د سولې په پروسه کې ګډ شي.

ګلبدین حکمتیار کابل ته له راتلو وروسته پر طالبانو ږغ وکړ چې دی (حکمتیار) دې د خپلو غوښتنو او ارمانونو د پوره کېدو لپاره خپل استازی وټاکي.

حکمتیار همداراز ویلي چې طالبان باید د جګړې په اوږدولو بهرنیانو ته د حضور د دوام پلمه په لاس  ورنه کړي.

ټاکل شوې وه چې سږ کال ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي وای خو د طالبانو له لوري د کندوز نیولو او د جګړې تشدید بهرنیان مجبوره کړل چې نه یوازې ۱۳ زره روزونکي او سلاکاران له افغانستانه ونه باسي بلکې افغانستان ته د نورو ځواکونو پر لېږلو غور وکړي.

ګومان کېږي چې امریکا او د ناټو نور غړي د مې په ۲۵ مه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې افغانستان ته د نورو پوځیانو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي.

 د اسلامي حزب ویندوی وايي، که طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شي، اسلامي حزب حاضر دی چې د سولې د هرې موافقې د اجرا ضمانت وکړي او ترپایه له طالبانو سره همکاري وکړي.

سعید وویل، د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې دي.

د اسلامي حزب ویندوی له حکمتیار سره د طالبانو د مشرانو د تماسونو په اړه نور جزییات څرګند نه کړل خو وسله والو طالبانو تراوسه پورې د حکمتیار مخکینۍ څرګندونې او وړاندیزونه رد کړي نه دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي و چې د حکمتیار د وړاندیز او څرګندونو په اړه طالب مشران حاضردمه نه غواړي چې څه ووايي.


د دغه خبر له خپرېدووروسته طالبانو د ښاغلي سعید ادعا رد کړه. د طالبانو خبرپاڼه:

د حزب اسلامي د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

پرون او نن له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن ادعا کړې چې د اسلامي امارت مسئولینو له دوی سره تماس نیولی او د سولې په اړه يې د خبرو آماده ګي ښودلې.
موږ دا ادعا په کلکه ردوو، دا ډول هیڅ تماس نه دی نیول شوی او نه باید په دې اړه د حزب غړي بې ځایه او له حقیقت څخه لرې پروپاګند وکړي، دحزب مسئولینو ته په کار ده چي د اسلامي امارت له درنې پالیسۍ څخه بده استفاده ونه کړي.
د اسلامي امارت موقف دادی چې دښمن ته وسله پرځمکه کيښودل او د هغوی د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول، شرعا ناجایز او د دې هیواد د میلیونونو شهیدانو له آرمانونو سره په تضاد کې دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۸/۸/۱۹هـ ق
۱۳۹۶/۲/۲۴هـ ش ــ 2017/5/15م
2 thoughts on “سعید وايي، د طالبانو مشرانو د سولې په اړه له حکمتیار سره تماسونه نیولي”
  1. ډیر ښه زیری دی، هیله بښوونکی خبر دی، خو دا چی د قریب رحمن سعید له خولی مو نقل کړی دی، خدای حاضردی په ریښتونتوب یی شکمن یم – لویه خدایه داځل خو دا دروغ ریښتیا کړه

  2. ملا آی اس آی خپل مریتوب او منافقت په ثبتوت ورساوو، دوی به هېڅکله له افغان وژني او انسان وژنې لاس وانه خلي. که الله تعالی فرمایلي دی چې والصلح الخیر . ملا آی اس آی وایی چې جنګ بهتر دی او نور به میلیونونه انسانان هم د پنجابیانو په فرمایش قرباني کړي.
    د افغانستان مسلمان او شریف ملت ته پکار ده چې نور د داسې ممسکو ، مغرضو ، پنجاب پالو ملایانو په شومو تبلیغاتو تېر نه وځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *