دا خو معلومه ده، چې شاعر په احساساتي حالت کې ښه شعر ليکلاى شي. احساساتي/عاطفي حالت له شاعر سره د مضامينو په پيدا کولو او کلمو راټولولو کې مرسته کوي.
له احساساتي/عاطفي حالت سره شاعر د يوې بهرنۍ پېښې په ټکر کې مخېږي. څرنګه چې اواز د دوو شيانو له ټکره زېږي، دغسې عاطفه هم د انسان د ذهني او بهرنۍ نړۍ له ټکره راپيداکېږي.
سفر هم په هغو وسايلو کې دى، چې پر انسان باندې احساساتي/عاطفي حالت راولي. د خپل موبايل په ميمورۍ کې خوندي سندرې به نور کله خوند نه درکوي ؛ خو چې کله مو همدا سندره په موټر کې له راديو اورېدلې؛ نو ډېر به ورته احساساتي شوي يئ. تېرې معاشقې او احساساتي خاطرې به يې دريادې کړې وي. له ځانه به مو له مبالغې ډکې عشقي او ناعشقي احساساتي کيسې جوړې کړې وي.
له دې نه ښکاري، چې سفرونه د احساساتو او خيال په شديدو پاروونکو کې راځي.
زه چې وړوکى وم او له چا سره به په سفر روان وم؛ نو ما به ويل، ګنې غرونه، اسمان، ونې هر څه راسره روان دي او دې تماشې به خوند راکاوه. ماشومان چې عاطفي او تخييلي چلند يې تر غټانو شديد وي، زياتره وخت پر خوب د زرينو وزرو ښاپېرۍ ويني، چې پاس په اسمان کې وزرونه وهي، ځان ويني، چې د باډيوې غوندې الوتى وي. ماشوم په ويښه خپله دا تنده يا د باډيوې په الوتو ماتوي يا په سفرونو.
موږ چې خپل کوچنيان يواځې د ضرورت له مخې له ځانه سره سفر ته اړباسو، د خپلو ماشومانو د تخييل په روزلو کې لټي کوو.
په سکون کې انسان له فيزيکي او رواني پلوه ولاړ وي يا هغومره متحرک نه وي ؛ خو په سفر کې-چې په حرکت پورې تړلى دى- انسان له ذهني او رواني پلوه هم متحرک وي او ذهن يې ښه کار کوي.
په سکون کې انسان له خپل شاوخوا چاپېريال سره عادي شوى وي. دا چاپېريال يې تخييل نه راپاروي. تاسې به ليدلي وي، چې ان د ښکلو سيمو خلکو ته هغې سيمې دومره خوند نه ورکوي، څومره چې نوي راغلي کس ته ورکوي، ځکه چې هغه ورسره عادي شوى وي؛ خو په سفر کې سړى له نويو څيزونو سره مخ وي، چې ده ته عادي نه وي او د ذهن ورسره په خپلسر د خپلوۍ او اشنايۍ مزي غزول غواړي او د انساني ذهن همدا کار مو خيال راپاروي او خيالي کيسې ايجادوي. لوړ غرونه او ځنګلونه مو ښايي له شوره ډک ذهن دلته اوسېدو ته وهڅوي. څپاند سيند کې مو ښايي لمبا ته زړه وشي.
ساکن چاپېريال انسان ته نور يو رنګه ښکاري؛ خو په سفر کې کله له لوړو غرونو، ګڼو ځنګلونو، شنو پټو، شنه اسمان، باران، نريو تللو راغليو لارو، خامو او پخو کورونو او سيندونو سره مخېږي او دا معلومه ده، چې تنوع د انسان د فطرت غږ دى او انسان فعال ساتي.
په سفر کې تېرېدونکى شيان د انسان له ذهن سره رواني سمبوليکه اړيکه هم لري. لوړ غرونه ښايي خپله لويي او د نورو بې قدري يا خپل لوړ خيال او خپل غوره والى راياد کړي. ګړنګونه کېداى شي، د خلکو پستي رامخې ته کړي يا خپل يو خطرناک عمل او انجام يې راته سترګو ته ودروي. شنه چمنونه او شنې اوبه ښايي د يوه چا حسن راوښيي ، ناپايه دښتې کېداى شي خپل همت او ناستومانه هلې ځلې رايادې کړې او لغړې ونې او شاړې ځمکې راته خپل نهيلى، وران ويجاړ زړه ښکاره شي.
انسان همېشه هڅه کړې، چې له خپل تنګه وجوده ووځي او خپل محدود امکانات نامحدود کړي. که نور يې له لاسه څه نه دي شوي، اسطورې يې زېږولې دي او اسمانونو ته د ختو کيسې يې ايجاد کړي دي. ساينس که د انسان فيزيکي اړتيا څه نا څه پورې کړې، رواني اړتياوو ته يې هم ورته څه نا څه ځواب ويلى. الوتکې او د سوارلۍ نور وسايل په همدې اړتياوو کې راځي. په سفر کې انسان داسې انګېري، لکه الوتى چې وي؛ نو تخييل يې د نويو خبرو جوګه وي. رحمان بابا فرمايي:
که له ځمکې و اسمان ته خاته ګران دي
دا سفر په يوه ګام دى د اخلاص
سفر که د يوې اړتيا له مخې وي، خو دا ثابته ده، چې يا سره خلک يوځاى کوي يا بېلوي. له دې امله هم سفر د انسان احساسات راپاروي او شعر يا نثر ليکلو ته يې هڅوي. رحمان بابا وايي:
ته چې له ما درومې، دا د اوښو باران ګوره
رخ د سفر هيڅ نه دي په دا ګڼو شېبو کې
داسې ډېر شاعران شته، چې ښه شعرونه يې په سفرونو کې ليکلې دي. په سفر کې انسان عاطفي وي او د مادي اړتياوو له انحصاره وتى وي؛ نو تخييل يې ښه کار کوي. نوى فکر په اسانه پيدا کولاى شي، الفاظ او د شعر تخنيکي اړتياوې ورته خنډ نه جوړوي او درد پکې په اسانه رانغاړلاى شي.
پخوا چې سفرونه سخت وو؛ نو په شاعرۍ کې د مرګ د تشبيهاتو، استعارو او سمبولونو په توګه وکارېدل. رحمان بابا وايي:
دا سفر به په هغو باندې اسان وي
چې تر کوچ پخوا په زېرمه د توښو دي
اوس چې يو سفر په شپږو اوو ساعتو کې کوو، پخوا به يې اوونۍ او مياشتې نيولې. پخوا به چې څوک پر سفر تلل؛ نو ځان به يې ښه سمبال کړ، ځکه نو له سوداګرو، سلطنتي چارواکو او بېوزلو مزدورانو پرته چا سفر نه کاوه او د خپل کلي کور جدايي به پرې ډېره غمېده. همدا لامل و، چې خلکو ته خپل وطن ډېر ګران و. لنډۍ دي:
څوک په رضا له ملکه نه ځي
يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه
وطن تر مور و پلاره خوږ دى
زه د جانان لپاره درېواړه پرېږدمه
دومره وه، چې وطن د اوسنۍ نړۍ غوندې ټاکلې او مقيدې سياسي پولې نه لرلې. خلکو به عموما خپلې قبيلوي سيمې، کلي ولس يا ښار ته وطن وايه. پير محمد کاکړ چې شاه په زور کندهار ته راوستى و، خپل وطن يادوي:
تنها راغلم له هېواده، تنها درومم
پيرمحمد ځکه هوا د بل هېواد کا
موږ کله کله هڅه کوو، چې خپل تاريخ او خپلې تاريخي څېرې د اوسنۍ نړۍ د ملتپالې(ناسيوناليزم) پر دايره وڅرخوو؛ خو دا کار ډېر دقيق نه دى، ځکه پخوانو د ملتسازۍ او قومسازۍ دومره جوت تعبيرونه نه لرل او له خپلو پولو سره يې د نن هومره عاطفي چلند نه، سياسي چلند کاوه.
پير محمد کاکړ د ژوب اوسېدونکى و؛ خو ځان ورته په ورلنډ کندهار کې مسافر ښکارېده، ځکه چې د کندهار او ژوب ترمنځ هغه وخت سفر ډېر وخت نىوه او د وسمهال غوندې ژر تګ راتګ نه کېده؛ نو خلکو ته به لږه فاصله هم ډېره ښکارېده.
پخوانو چې ډېر سفرونه نه کول؛ نو د ډېرو سيمو په اړه يې خيالي کيسې لرلې. يا به چې چا کوم ځاى ته سفر وکړ؛ نو بيا به څه ده او څه د ده اورېدونکو او وروسته نورو خلکو د هغه ځاى په اړه په واقعيتونو پسې افسانوي کيسې نښلولې. هند په همغو سيمو کې راځي، چې په اړه يې پخوانو خلکو افسانوي تصور لاره او د زرو او شتو کندو ورته ښکارېده. په خپلو ولسي حماسو او نکلونو کې وينو، چې اتلان هند ته د مېړانې لپاره روان وي. مومن خان ښامار په هند کې وژلى او پتې خان له شمس الدين باچا سره جنګونه په هند کې کړې دي.