یوازې د موټر غږ و. سورلۍ غلې وې. یوې سپین سرې سترګې پټې نیولې وې. ترڅنګ یې ناست تور ږیري بیا بیا ساعت ته کتل.
یوه سړي چې د ټیکونو ویښته یې سپین شوي و د سړک د غاړې په ونو پسې داسې شاته غړۍ تاووله لکه یوه یوه ونه چې شماري.
د ماشوم له ژړا سره موټروان مخ واړاوه. بوډۍ سترګې وغړولې. ځوان دې ته وکتل:
« ناوخته شو ډیر ورو نه ځي»
بوډۍ خپل چپ ولی پر لاس ټینګ کړ، لکه چې وچ شوی و:
« خیر دی یو دوه ساعته دې ناوخته وي، احتیاط ښه دی»
ماشوم چیغې کړې. ځوان په غبرګو لاسونو خپل سر ټینګ کړ. د هلک مور ماشوم له ټټر سره ونیو ورو ورو یې ونازاوه:
« ته مې ژوند یې..ژوند.. ژوند ..»
ماشوم غلی شو. بوډۍ بیرته سترګې پټې کړې، د پاخه عمر سړي په ونو پسې غاړه واړوله، ځوان له جیبه موبایل رااویست د لاس د ساعت او موبایل ساعت یې سره ولید.
موټروان پر جلب ورکړوپ شو، پاخه سړک ته یې داسې سترګې ونیولې لکه څوک چې د عینکو تر شا څه څاري او چرت ورته وهي.
ښایي دا فکر به یې کاوه چې سبا به بیا پردې لاره راګرځي.
پای