تاند، شنبه، د میزان ۶ مه: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، د ټولو ولایتونو له والیانو او ښاروالانو څخه یې په کلکه غوښتنه کړې چې خپله بې طرفي په ټاکنو کې په تمامه معنا ثابته کړي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم وایي، په ټولو ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړه امادګي نیول شوې ده او د ټاکنو مرکزونه پرانیستې دي.
ښاغلی سقیم زیاتوي تر اوسه هیڅ ډول د تشویش وړ ستونزه نشته.