خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۱۲-۲۰
کندهار، افغانستان- له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيري سلامت اعظمي پرون کندهار ته د سفر پر مهال وويل چي په دغه ولايت کي د کوکنارو کښت ۶۵ سلنه کم سوی دی.
نوموړي دا څرګندوني پرون مازدیګر له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي د ليدني پر مهال وکړې. په غونډه کي ځينو ولسوالانو، مخورو، د سيمه ييزو شوراګانو استازو او د فوډ زون مسوولينو ګډون کړی وو.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کي له خپلو فعاليتونو څخه يادونه وکړه او ويې ويل چي له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ژمنه کړې چي سږ کال به د بديل معيشت په برخه کي خپلي مرستي پنځه برابره ډېروي او کندهار ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه زياته کړه د کندهار ولايتي اداره ژمنه ده چي د وزارت په مرسته دا سپېڅلې مبارزه پر مخ يوسي، له خپلو محلي چارواکو او ولسونو سره ګډ کار وکړي او له خپلو ټولو امکاناتو څخه په کار اخیستلو نه یوازي دا مضر بوټی له منځه يوسي، بلکي هڅه یې دا ده چي له کروندګرو سره د بدیل معیشت په چمتو کولو کي مرسته وکړي، تر څو له کوکنارو پاک کندهار ولري.
د کندهار والي وويل: افغانان یو مېړنی ملت دی، تل یې له ستونزو او ناخوالو سره مبارزه کړې ده. په تېره د کندهار ولس د افغانستان په تاریخ کي مخکښ او جوت رول لري. هيله من يم چي دوی د خپل همدې تاریخي مقام او ویاړ پر اساس د خپل دیني، ملي او بشري مسوولیت له امله د نشه يي توکو په وړاندي مبارزه نوره هم ګړندۍ کړي، د اسلامي احکامو او افغاني فرهنګ خلاف دا زهرجن او مضر بوټی له منځه یوسي، پر ځای یې د زعفرانو، پنبې او نورو روا بوټو په څېر جایز او ګټور بوټي وکري چي هم یې موږ ته ګټه ورسيږي او هم مو ورسره اقتصاد وغوړيږي، له دې سره به وتوانيږو چي نړيوال اعتبار ترلاسه کړو او د ځان په ګډون بشریت ته له هلاکت څخه نجات ورکړو.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيري سلامت اعظمي خبر ورکړ چي د کندهار والي د هڅو له امله په دغه ولايت کي د کوکنارو کښت ۶۵ سلنه کم سوی دی او له ټولو سيمه ييزو چارواکو او ولسونو څخه يې مننه وکړه چي په دې سپېڅلې مبارزه کي ورسره همکار دي.
نوموړي افغانستان د نشه يي توکو قرباني هيواد وباله او پر نړيوالو يې ږغ وکړ چي د مخدره موادو د کرلو په مخنيوي کي ورسره له اخلاصه ډکه مرسته وکړي. هغې زياته کړه: موږ د نشه يي توکو د تجارت لپاره نه بازار لرو او نه یې خام مواد په استعمالېدونکو مسکراتو بدلولای سو، دا هر څه د نشه يي توکو نړيوالي مافیايي ډلي کوي او ګټه یې هم هغوی ته رسيږي، خو موږ یې صرف قربانيان یو.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيري د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کي د ولسونو او سيمه ييزو چارواکو همکاري اړينه وبلله او ژمنه يې وکړه چي کندهار ته به خاصه توجه کوي او د دې مضر بوټي په محوه کي به وس ونه درېغوي.