تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي په کابل کې د ترکیې له سفیر اوزان طغرل سره په لیدنه کې ویلي، کابل د افغان سولې لپاره د ترکیې د هڅو ستاینه او مننه کوي.

سلام رحیمي د دغې لیدنې په اړه په ټویټر هم لیکلي چې افغان حکومت غواړي د افغان سولې له پروسې څخه د ملاتړ لپاره د یوې نړیوالې ډلې په رامنځته کولو له خپلو ټولو شریکانو سره تماسونه برقرار وساتی.

سلام رحیمي ویلي، په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو مذاکرات د پخوا په څېر روان دي خو نتیجې ته نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي زلمي خلیلزاد طالب مرکچیانو ته په دوحه کې نوي شرطونه وړاندې کړي دي او مهلت یې ورکړی چې د سکاټ میلر او خلیلزاد د بلجیم له سفر وروسته ورسره د نویو شرطونو په اړه د د طالب مشرانو نظرونه شریک کړي.

په دغو شرطونو کې ویل کېږي چې لومړی یې د دوامداره تاوتریخوالي راکمول او د بین الافغاني سولې تر هوکړې پورې په افغانستان کې د امریکایانو پاتې کېدل مهم ټکي دي.

One thought on “سلام رحیمي: د امریکا او طالبانو مذاکرات روان دي خو پرمختګ یې نه دی کړی”
  1. درنو هیوادوالو ! ټول پوهیږي چې د پاکستان اي اس آي ددې لپاره چې له یوې خوا پاکستان هیواد د یوه حکومت په حیث ټولو نړیوالو قوانینو ته پابند وښيي ، په نړۍ کې خپل حیثیت وساتي او د نړیوالو له غبرګون سره مخامخ نشي ، او له بلې خوا د سیمې په هیوادونو اونړۍ کې خپل کرغیړن پلانونه په ښه شان عملي کړي ، په بېلابېلو نومونو یې په لسګونو ترهګرې ډلې رامنځ ته کړي دي او د دې ډلو په زرګونو جنګیالي په سیمه کې د خپل جنګي ځواک په ډول کاروي.
    له دې ډلو یې وسلوال طالبان او حقاني شبکه هغه ترهګرې ډلې دي چې د پاکستان آي اس آي یې په افغانستان کې کاروي.
    آي اس آي په دې ډلو بشپړ کنترول لري ، که چیرې د دې ډلو ځینې غړي د پاکستان د آي اس آي سره په کومه موضوع کې اختلاف وښيي او ددوي لخوا ورکړل شوي پلانونه د دوي په زړه عملي نکړي نو خامخا یې په یوه ډول له منځه وړي او له خپلې مخې یې لیري کوي.
    هو ! د بلوچستان په کوټه کې د افغان طالبانو د سترې محکمې رییس ، ملا عبدالحکیم په مدرسه کې چاودنه چې د مرغومي په ۲۰ مه ماښام مهال وشوه پنځلس کسان یې ووژل او تر ۲۱ ډېر کسان یې ټپیان کړل ، دا حقیقت نور هم ښه روښانه کوي چې آي اس آي او حقاني شبکه په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره هغه افغاني طالبان چې د سولې او اوربند لپاره لیوالتیا ښيي په نښه کوي .
    څو ورځې مخکې وسله والو طالبان په افغانستان کې د اوربند پر موضوع د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړل او هلته یې پر دې موضوع خبرې وکړې . خو دا چې د پآکستان آي اس آي د افغان سولې او اوربند موضوع له نږدې او په ډېر دقت څاري ، نو دوي هغه طالبان چې په افغانستان کې یې اوربند ته لیوالتیا ښودله تر خپل نظر لاندې ونیول او اوس د حقاني شبکې په مرسته چې په چاودنو او ترهګریزو بریدونو کې نوموتي ډله ده ،غواړي د وسلوالو طالبانو هغه غړي چی د آي اس اي له امر څخه سرغړونه کوي له منځه یوسي. چې په کوټه کې د افغاني طالبانو په مدرسنه کې د وړمې شپې چاودنه یې یو ښه مثال دی.
    مونږ باور لرو او هغه ډلې او اشخاص هم کوم چې د پاکستان د اي اس آي په امر خپل هیواد پر کنډوالو بدلوي ، خپل مسلمان هیوادوال وژني ، یوه ورځ به دوي هم د سرغړونې په صورت کې ، د اي اس آي د ځانګړي ترهګریزې ډلې ( حقاني شبکې) تر چړو تیر شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *