تاند نیوز ډیسک؛ د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي د ولسمشر خاص استازی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر شو.
ولسمشر امر کړی چې د رحیمي ټول پخواني امکانات او امتیازات به نوې خارج رتبه بست او دنده کې هم خوندي وي.
نوموړی به له دې وروسته د سولې اړوند ټولو بحثونو، د کابینې غونډو، کمیسیونونو، امنیت شورا او سولې شورا ټولو غونډو کې حاضر وي.
څو ورځې وړاندې د رارسیدلیو معلوماتو په اساس تاند راپور ورکړی و چې سلام رحیمي د دفتر له ریاسته ایسته کېږي.
اوس د ارګ سرچینو تاند ته ویلي چې د سلام رحیمي پر دوکتور فیض الله کاکړ د ولسمشر د دفتر رییس شوی دی.
دغه راز عمر داوودزی د ولسمشر د کمپاین رییس، صدیق صدیقي د ولسمشر ویاند ټاکل شوی چې سرچینه وایي، لنډ وخت کې به یې اعلان وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *