د ارګ موثقې سرچینې وایي، سلام رحیمي به ډېر ژر د ولسمشر د دفتر ریاست له څوکۍ ایسته شي.

سرچینه وایي، د رحیمي پر ځای د اداري اصلاحاتو د مشر نادر نادري، د ولسمشر د لوی سلاکار فاضل محمود فضلي او د چارو د ادارې مشر وحید قتالي نومونه تر غور لاندې دي او د ولسمشر د انګلستان له سفر وروسته به په دې اړه هر څه روښانه شي.

د سبا تلویزیون بنسټګر سلام رحیمي د مالیې وزارت له وخته د محمد اشرف غني د باور وړ نږدې کسانو کې شمیرل کېږي خو اوس ویل کېږي چې ولسمشر نوموړي ته سخت په غوسه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تازه د ناروې اوسلو ښار کې د سولې هغه غونډه کې ګډون رد کړی چې ویل کیږي له افغانستانه به امرالله صالح او سلام رحیمي ګډون په کې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *