تاند، سه شنبه، د حمل ۲مه: د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، له طالبانو سره مذاکراتو په  کې د جګړې د قربانیانو مستقیم حضور او ګډون ته زمینه برابروي.

 د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي په دې اړه د جګړې د قربانیانو له کورنیو سره په ویډیويي کنفرانس کې ژمنه کړې چې د بشري حقونو، اقلیتونو په برخه کې لاسته راوړنو باندې به معامله نه کېږي: (( تېرې ناخوال باید د پرمختګ مخه ونه نیسي، لوی زړه باید وکارول شي او د سولې په برخه کې باید د جګړې د قربانیانو کورنۍ فعاله ونډه ولري.))

 ښاغلي رحیمي ویلي، حکومت هڅه کوي چې د جګړې د قربانیان کورنیو ته د سولې په پروسه کې مستقیم رول پر غاړه ورکړي: (( په لویو پریکړو کې به ستاسې د قشر استازي خامخا موجود وي، تر څو خپل غږ پورته او حقونه ترلاسه کړای شئ.))

رحیمي زیاته کړه، وزارت یې پر خپله ویبپاڼه د جګړې د زیانمنو او قربانیانو د کورنیو ثبت نام پیل کړی دی تر څو په دې اړه همه شمول معلومات په واک کې ولري.

 دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته د افغاني لوریو د مذاکراتو څرک نشته او د بندیانو په تبادله باندې دواړه لوري چنې وهي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *