تاند، شنبه، د حمل ۳۰ مه: د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ارګ او سپېدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره د پرمختګونو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ حل کړې.

ددې وزارت وزیر سلام رحیمي کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره دا خبرې مطرح کړي دي.

نوموړي ویلي،چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رامنځته شي او له طالبانو سره د مذاکرې د مرکچي پلاوي واکونه به دغه شورا وټاکي.

خو د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون بیا ویلي چې تراوسه د محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ هېڅ هوکړه نه ده شوې.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې تازه د اروپایي ټولنې د افغانستان له ټولو ښکېلو اړخونو د روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو په تړاو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *