تاند- نن له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د محمد داوود سلطانزوی له یوځای کېدو سره په یوه وخت د کرزي د تره زوی جمیل کرزی او د استخباراتو پخوانی رييس امر الله صالح له عبدالله عبدالله سره ملګري شول.

جمیل کرزی د ولسي جرګې په لومړۍ دوره کې د کابل استازییتوب کړی و خو وروسته له دې چې په خپل موټر یې څو تنه ووهل او ووژل له سیاسي صحنې څنګ ته شو.

ګومان نه کېږي چې نوموړی په ولس کې موقف ولري خو امرالله صالح ته د یوه روشنفکر او تجربه کار شخصیت په سترګه کتل کېږي چې په پنجشېر کې زیات ملګري لري.

له عبدالله عبدالله سره د صالح یوځای کېدا به په پنجشېر کې د اصلاحاتو او همپالنې ملاتړ نور هم زیات کړي. ده له عبدالله سره خپل ملاتړ په خپله فېسبوک پاڼه کې اعلان کړی دی.

اشرف غني احمدزي نن په هغه غونډه کې، چې له ده سره د داوود سلطانزوی د ملګرتیا په اړه جوړه شوې وه، وویل- د مناظرې وخت دی چې ملت موږ وپېژني او د انتخاباتو بحث پر یوه لوی ملي بحث بدل شي.

ده همداراز وویل چې د انحصار قانون ته اجازه نه ورکوي او درغلي دښمنه ګڼي. د اشرف غني په وینا هغه څوک درغلي کوي چې خپلې ګټې تر ملي ګټو پورته ګڼي.

له بلې خوا عبدالله عبدالله د مذهبي مسایلو په باب د مناظرې په اړه د اشرف غني احمدزي د چلینج ته په اشارې وویل چې د ښاغلي غني دا غوښتنه تر انتخاباتي مبارزو مخکې ټوکه ده او یوه بې خونده ټوکه ده.

اشرف غني احمدزي وړمه ورځ ویلي و چې حاضر دی په دیني مسایلو کې هم له هرچا سره مناظره وکړي.

0 thoughts on “سلطانزوی له اشرف غني سره او امرالله صالح له عبدالله سره یوځای شول”
  1. تعجب اوره ده دا خه أورم دا هم سر وخت دي جه زه بوه شولم .
    دير نه يو خو ورخي دمخه أمرالله صالح وايء جه محقق دائران خاص نماينده او تول اعمال دائرانيانو به دستور إنجام وي اوهغه دعبد الله دوهم معاون دي ددي معلو ميزي جه أمرالله صالح هم دائرانيانو دوا بسته كانو خخه دي جه بوره معلومات ي درلوده او أوس دا هم دخبلو با دارانو به دستور دعبد الله سره يو خاي شو.د داسي نا سالمو سياستمدارانو به وجود كي به دملت برخ ليك او سر نوشت خه وي.
    افسوس ،افسوس ، ، بيا هم افسوس
    جلالزوي

  2. Der de sharam say day che jamil karzay la dabal abdullah sara yow zay kegy. Lanat de de da pa long a aw da babara gira shi.

  3. امرالله ناصالح کدام شخصیت مردمی و ملی نیست ، تا در پهلوی اهداف ملی تهعد دهد، بناعاً این طبیعی بنظر میرسد که با هم طینت وطنفروش خود ویا با عبارهء ساده ،با خاینین ملی باید بیستد!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *