د کندهار دهله بند

د بدلون اوونیزې سرلیکنه –

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۵) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۱۴\ ۱۳۹۴

افغانستان لکه په تباهیو معتاد وطن او افغانان لکه په غمیزو روږد ملت، هره ورځ د یوم البتر او هره لحظه د یوې تازه او بې مثاله ستونزې په انتظار وي، د دغسې انتظار شېبې یې هیڅکله هم نه اوږدېږي او همېشه له نوو نا انساني او بشر ضد خبرونو برخمن وي.

موږ اوس داسې برید ته رسېدلې یو لکه د ودانۍ او ښېزارۍ موضوعات چې هېڅ مزه نه راکوې، کنه نو د سلما بند جوړېده د یوه شعوري ولس لپاره د ملي پرمختګ په برخه کې کوشنۍ بریا نه ده، په تېره بیا افغان غوندې ملت لپاره چې د ژوندانه په هر اړخ کې فلج، محتاج او مجبور دی؛ که زموږ جمعي شعور نارمل وای نو دا ستر اقتصادي زېری باید په سراسر افغانستان کې په ډولو و اتنو او مېلو و جشنو سره لمانځل شوی، زموږ د رسنیو لپاره تر ټولو په زړه پورې مضمون او د تودو بحثو ناتمامه موضوع وای خو له بده مرغه د افغانستان لپاره د دې لویې حیاتي پروژې د تکمیل خبر په غونډ هیواد کې د بې هدفه او بې ضرورته مرګ- ژوبلې او ورانیو د اورنیو ګزارشو په حاشیه کې تېر شو او بس؛  مګر ودان افغانستان ګوند، چې د خپل لوی تاریخي وطن باالفعل و باالقوه طلایي فرصتونه پېژني، علماً یې د ټولو پسماندګیو تشخیص کړی، د حل عملي چینلونه یې په نښه کړي او د عمل ډګر ته راوتلی نو د سلما بند ابدار خبر ور ته خپلو سترو ملي هدفو ته د رسېدو او ملي بې آبۍ څخه د ژغورنې لپاره تر ټولو لوی زېری دی او تر هر چا یې زیات ځان پر لمانځنه مکلف بولي.

راځئ چې اول سلما بند وپېژنو او بیا یې د ګوند له موخو سره تطابق ته هم یو څه سره تم شو.

د روان کال ۱۳۹۴ کال د اسد پر ۴- مه یکشنبه ماپښین پر ۱۲- بجې د سلما بند د انحرافي تونل دروازه یو مخ بنده او کاسې ته یې رسماً اوبه ور ایله کړه شوې چې ډکېده به یې یو کال په بر کې ونیسي، ۸۰ زره هکټاره ځمکه به زرغونه کړي چې له دې جملې څخه به په ۶۰٪ مړو او سپېرو دښتو کې د ژوند وږمې را والوزوي.

د سلما بند دیوال ۱۰۷،۵ متره جګ، ۵۵۰ متره اوږد او ۶۴۰ میلیون متره مکعب اوبه ځایوي؛ اوږدوالي یې ۲۰ او بر يې هم ۳،۷ کیلو متره دی.

پر دې بند څلور توربینه فعالیږي چې په ساعت کې به ۴۲ میګاواټه مصئونه، ارزانه او دایمي بريښنا تولیدوي؛ د دغو توربینو د نصب کار روان دی او د کاسې تر ډکېدو وروسته به پر څرخ راشي.

د دې بند طرح د مرحوم داوود خان د واکمنۍ مهال د هند حکومت له خوا په ۱۳۵۵ ل کال کې جوړه شوه، له ۲۵- ۴۰٪ پورې کار یې مخته تللی وو چې د ۱۳۵۷ کال د ثور له غمیزې سره دا ستره ملي پروژه فلج او ټول وسایل یې چور او تبا شول؛ کمونیستانو له مجاهدینو سره وهل، مجاهدینو له بریالیتوب و واکمنۍ سره په خپلو کې لکه د ګور چنجي یو بل سره خوړل او طالبانو هم  پر مجاهدینو د جهاد فتوا ور خطا کړه، په دغه ټول خونړي و جنګي دوران کې نه یوازې دغه ډول لویې ملي پروژې بشپړې نه شوې بلکې هغه جوړې هم په لوی لاس او پردیو په اشاره ویجاړې او کباړ شوې چې په دغه تاوان اړولو او لویه ملي فاجعه کې د مجاهدینو ریکارډ تر هر چا کلک وو.

 د دغې نامې پروژې کار په ۱۳۸۵ کال کې یو وار بیا د هند حکومت له خوا د ۸۰ میلیونه ډالرو په مرسته، چې په څلور کاله کې به بشپړېده، پیل شو خو د دوه کاله ځنډ په شمول یې شا وخوا لس کاله په برکې ونیول چې دا دی اوس یې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت سره چارې تکمیل ته نژدې شوي دي؛ دوه کاله یې د مختلفو امنيتي او سیاسي ستونزو له امله په کار کې خنډ و ځنډ رامنځته شو؛ یو یې د خرابو سړکو له امله د سامان آلاتو په لېږد کې جدې ستونزې وې، دوهم دا چې له پاکستان سره د هند د رقابت له امله په سیمه کې پاکستان هندي انجینیرانو او کارګرو ته مشکلات جوړول ځکه یې لسګونه ساتونکي شهیدان و زخمیان شول. او د ایران و ترکمنستان لاسوهنو هم خپل خاص ناوړه اغېز درلود ځکه د سلما بند په جوړېدو سره به هغه ۷۵٪ فیصده اوبه را وګرځي چې د دغو دوو هیوادو له خوا په ګډه جوړ کړي بند ته وړیا ور روانې او افغان حکومت ته یې هیڅ مالیه نه ده ور کول شوې.

په دغه پروژه کې د وایکاس په ګډون څلورو هندي شرکتو ونډه درلوده چې د ۲۵۰ هندیانو په شمول ۷۰۰ تنو کار پکښې کاوه.

سلما بند د هرات ښار ختیځ ته په ۱۶۰ کیلومترۍ کې د چشت شریف ولسوالۍ په غرنۍ سیمه کې پر هریرود څپاند سین جوړ شوی دی.

د ودان افغانستان ګوند لپاره ولې دغه بند تر ټولو د ستر اهمیت لرونکی دی؟

دا ځکه چې ګوند د افغانستان د شرایطو و امکاناتو د څېړنې و تشخیص له مخې د خپلې نوې اقتصادۍ تیورۍ (سراسري اقتصاد) پر اساس د هیواد د ښېزارۍ، پرمختګ او فقر څخه د خلاصون لپاره پر نهو د لوړ ظرفیت لرونکو سکټورو (زراعت، ژوي، انرژې، تکنالوژې، ترانسپورټ، کانونه، بانکونه، توریزم او سوداګرې) باندې علمي تمرکز کړی دی چې نهه واړه له سلما بند سره مستقیمه یا هم نا مخامخ اړیکه لري، مانا دا چې موږ له دغې لویې پروژې څخه د استفادې په نتېجه کې د سراسرې اقتصاد لوړو- ملي هدفو ته په یو وار رسېدای شو.

له دې بند څخه زېږېدونکي برېښنا به نه یوازې د هرات بلکې ګاونډیو ولایتو لکه غور و بادغیس د انرژۍ اړتیا هم پوره کاندي.

د برق د شل کلن پلان له مخې به په راتلونکو پنځو کالو کې یو ۲۲۰ ولټه لین د ۱۳۵ کیلو مترو په اوږدوالي سره د غور مرکز ته هم وغځول شي.

اوس له ایران و ترکمنستانه په ډېر ټیټ ولټاژ او لوړه بیه برېښنا هرات ته راځي او د افغان حکومت لاس د دغو دوو هیوادو تر ډبره لاندې دی یانې د برق د قیمت له درکه مجبور دی چې د دوی هر ډول شرایطو ته پرته له کومو چنو و جنجاله مغزی کوږ کړي.

زراعتي وده، د ژوو روزنه، صنعتي پراختیا، ښارې توسعه، د کارو ایجاد د چاپېریال پاکوالی او نور، هغه مثبت نتایج دي چې د سیمي په کچه به له دغې مهمې پروژې څخه تر لاسه کیږي، د دې تفصیل خورا اوږد و خوږ دی او د بیان په خوند یې یو وطن مین افغان نه شي مړیږي خو زموږ د سرلیکنې زغم ته په پام سره اوس همدومره.

سلما برکتناک بند دې ټول افغان ولس ته د ورته نورو سترو ملي پروژو د طرح و تطبیق په امید اووه زره واره مبارک وي!!!

ټول افغان ولس ته دې د ورته نورو سترو- ملي پروژو د طرح و تطبیق په امید اووه زره واره مبارک دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *