نهه نوي کیسې یې لیکلې وې، په همدې پلمه مې مرکه ورسره کوله. وخت نه برابرېده. داسې فکر راپيدا شو لکه ځان چې ترې وباسي. خو ژمن وم چې هرو مرو به ورسره مرکه کوم. په تیلې فون نه پيدا کېده. په ټیوټر یې لنډ ځواب راکړ، ویل یې ، که ژوند و ولې نه. په فیسبوک یې هم ځواب همدا و. د ده خپل مې پيدا کړ. له هغه سره یې کور ته نابللی ورغلم. مېرمن یې ویل دی په ټپ کې دی. وروسته خبر شوم چې په ساعتونو ساعتونو په اوبو کې پروت وي. هلته رادیو اوري، اینترنیت ویني، چای څښي. په یو څه ځنډ راغی. فکر مې کاوه قهروړی به وي چې ولې مو تر ورتګ له مخه زنګ نه و وروهلی. ظاهرآ یې غوسه راښکاره نه شوه.د مرکې ژمنه مې ترې واخیسته. د شنبې ورځ څلور بجې. تر هغه وړاندې ده پر تلویزیون فوټبال لید. د مرکې ځای کور ته نژدې پارک و. دواړه په بایسکل تلو. د ده د ورزش یوازینۍ وسیله.
ټیک څلور بجې له بایسکل سره د ده کور ته ورسېدم. دی هم تیار و. له بایسکل سره راووت. د ناستې او چای ست یې ونه کړ. دواړه رهي شو. له کوره یې پنځه دقیقې لیرې پارک و. د یوې وړې ویالې له غاړې د بایسکل چلولو لارګۍ وه. شاوخوا چمنونه او ونې. د مني لمر تود لګېده. ده راته وویل:
– ښه نو مرکه دې پيلوه بیا تیاره نه شي.
– لکه چې د وخت پابند یې؟
– نه، خو څه چې مې په مخ کې وي غواړم ژر باید وشي.
– مانا بیړه کوې؟
– نه بیړه نه کوم خو غواړم څه چې مې په مخ کې وي ترسره یې کړم.
پر لارګۍ سپين جغل پراته و. د بایسکل ټایرونه چې پرې تېرېرل خوندور غږ یې پيدا کاوه. شمال د ونو پاڼې ښورولې، په ویاله کې اوبه غلې وې، یو نیم وار به د مرغانو شور شو، نوره کراري وه. ومې پوښت:
– کیسو ته دې سوژې له کومه کوې؟
– په سوژو پسې نه ګرځم.
– نو کیسې څرنګه لیکې؟
– یو څه احساسوم، یو څه وینم بیا لیکل کیږي.
– که یې واورې هغه نه شې لیکلی؟
– اورېدل او احساسول سره فرق کوي.
– یعنې د خپل ژوند تجربې لیکې؟
– نه حتمي نه ده چې تجربه وي، خو یو څه باید احساس کړې که نه نو لیکل مې مصنوعي راځي.
یوې ونې ته ودرېد. پاڼې یې نیمې ژیړې نیمې سرې وې. پاڼه یې بوی کړه. پاس یې ونې ته وکتل. اسمان ځای ځای شین و. نورې وریځې وې. د تیلې فون په کامره یې عکس واخیست.
– عکاسي دې خوښه ده؟
– ډېره، خو هیڅکله مې ښه کامره وانه خیسته.
– ولې؟
– لکه چې نور نه شم قانع کولی.
– څوک؟ د کور غړي که اقتصادي حالت؟
– د کور غړي.
– ولې کله یې منع کړي یاست؟
– نه بحث مو نه دی کړی، خو هسې احساسوم یې چې د ځان لپاره یو څه کوم
– یعنې له کیسې لیکنې پرته په ژوند کې هم د یو څه احساسول درته مهم دي؟
ویې خندل. ځواب یې راکړ.
– نه
یوه شېبه غلی شو بیا یې وویل:
– مخته له دې چې مې د عیب پوښتنه وکړې خپله یې درته وایم.
– په کیسه لیکنه درسره غږېږم نه په عیبونو.
– امممم خو دا خبره باید درته وکړم.
تلوسه راپيدا شوه. ما اورېدلي و چې سړی ډير کله اضافي خبرې نه کوي. د نورو له اضافه خبرو هم ستړی دی. اوږدې مقدمې یې نه دې خوښي وار له واره خبره غواړي.
– ډېر کله فکر نه کوم، وار له واره خبره کوم، لکه اړ چې یم.
– څه مانا، څه ته اړ؟
– فکر کوم که ځواب په ځنډ ورکړم، د بل وخت مې ضایع کړی، باید وار له واره ځواب ووایم خو دا ښه خبره نه ده.
– ولې عیب یې څه دی؟
– انسان په تول پوره خبره سملاسي نه شي کولی.
– حتمآ دې تل خبرې په تول پوره وي؟
– په تول که خبرې پوره نه وي د انسان کرکتر ناسم تعبیرېدلی شي.
– کرکتر له خپلو سترګو مهم دی که د بل له سترګو؟
– زه تل وایم چې بل مې باید درک کړي، نیت مې سم دی ، عمل مې سم دی نو ډار مې له څه.
– خو سمه خبره ده.
– سمه خبره ده خو نور ورته په همدې سترګه نه ګوري ، بیا نو ټاپي درباندې لګوي.
په بایسکل یې پښه واړوله. له لاره ګۍ واوښت. په چمن کې رهي شو. د یوې لغړې شوې ونې ډډ ته ودرېد. د تیلې فون کامره یې ورته ونیوله. پاس څانګې یې عکاسي کړې. تورې څانګې، او پاس ، تورې، سپینې وریځې او ځینې ځایونه تک شین اسمان. عکس ته یې وکتل. ماته یې راښکاره کړ. له خپل عکسه یې خوند واخیست.
– په کیسو کې دې ډېر کله انځور نه وي، ځینې وايي وچې دي. لکه ژورنالستیک رپوټ.
– زه وایم اضافه باید څه ونه وایم. هغومره ووایم چې کیسه ورته اړتیا لري.
– يعنې په کیسه فکر کوې.
– په هغه څه فکر کوم چې کیسه کوم یې خو په لیکلو یې نه.
– نو دا ډار نه لرې چې کیسې به دې سره ورته وي؟
– ورته والی عیب دی، نوښت غواړم، خو له عیبه خالي نه یم.
رهي شو. دا وار یې بایسکل تیز چلاوه. له پارکه د وتلو دروازې ته نژدې شو. ودرېد.
– یو ځای به چای وڅښو.
– په چایو مین یې، په کیسوکې یې هم ډېر یادوې.
– مینه به هم نه وي، د موضوع او حالت د بدلولو ښه لار ده.
– یعنې تږی نه یې خو بیا هم چای څښې.
– تږی به یم خو تر تندې هم د فضا له بدلېدا خوند اخلم.
– کار دې نه دی بدل کړی او ډېر وايي چې په یوه ځای کې خوښ یې، نو د فضا بدلون په څه مانا؟
– د وړو شېبو بدلون، د هوا بدلون غواړم، ټول بدلون نه یادوم، ټول بدلون انارشي راته ښکاري.
له پارکه ووتو. د چایو دوکان ته ولاړ. یوه نرمه موسیقي غږېده. په یوه کونج کې یې کوچ ته اشاره وکړه. هلته یې د کښېناستو راته وویل، ما ست وکړ چې د چایو پیسې به ورکړم.لکه امر چې کوي کښېناستم. دی لږ وروسته له دوو پيالو چایو سره راغی، ویې ویل:
– ستونه مې نه دې خوښ.
– نه خو ما مرکه درسره کوله، حق مو پر ما و.
– نه نو زموږ د کور خوا ته راغلی یې.
– کور کې خو نه یو نو.
– کور ته مې ځکه نه بېولې چې غوښتل مې له دې فضا خوند واخلو.
پښه یې په پښه واړوله. له تاوده چایه یې غوړپ وکړ. ومې پوښت:
– میین شوی یې؟
– که یم هم نه یې درته وایم.
ځواب یې نیغ و. فکر مې نه کاوه داسې دې راته ووايي. دلیل مې وغوښت، ویې خندل:
– په ځینو شیانو پرده ښه وي. ټولنه مو له دوړو ډکه ده.
– دوړې پاکېدی نه شي؟
– بله پوښتنه لرې؟
– له خپلو کیسو راضي یې؟
– له لیکلو وروسته تر یوه وخته خوند ترې اخلم، وروسته راته پردۍ شي.
– خپلې کیسې او پردۍ؟
– هو نو هغه احساس مې ختم شوی وي چې دغه کیسه یې راباندې لیکلې وي.
– نو که اصلآ کیسه ونه لیکې څه به وشي؟
– له هغه احساس سره به مې ظلم کړی وي، ګوره دا خودخواهي ده، زه یې د ځان د ارامولو لپاره لیکم.
– یعنې د ژبې او ټولنې خدمت مطرح نه دی؟
غلی شو. وبخښه یې وویل. تشناب ته لاړ. یوه شېبه وروسته راغی. لاسونه یې مینځلي و. په ویښتو یې لوند لاس تېر کړ. کښېناست.
– نو سلمه کیسه به مو په کومه موضوع وي؟
– همدا مرکه.
– دا نو کیسه شوه؟
– ولې نه.
– څه په کې کیسه ده؟
– دغه خبره به لوستونکي ته پرېږدم.
– که هغوی هم پوه نه شول.
– زما زړه خو به تش شوی وي.
– نو خپل چاروکی یې؟
ویې خندل. راته ویې ويل:
– که دا کیسه اوس ونه لیکم، وروسته به بیا دغه احساس راسره نه وي. باید لاړ شم.
لاس یې راکړ. له رستورانته ووت. په بایسکل یې پښه واړوله. د ده د کیسو غوندې یې نور زه پرېښودم چې خپله یې پر پای فکر وکړم.
د ماپښين یوه بجه او درې دقیقې
د اکتوبر ۱۹ مه ۲۰۱۴
لندن