تاند- په افغانستان کې مېشتو سلواکي پوځیانو ته به، چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي، یو نوی ماموریت وسپارل شي.
د سلواکیا حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې دېره سلواکي پوځیان به په خپل دغه نوي ماموریت کې د افغانستان د ملي اردو تخنیکي پرسونل ته د ایم آی – ۱۷/۱۷۱ څرخکو تخنیکي چارې ورزده کړي.
هغه سرتېري به، چې تخنیکي پرسونل ته زده کړه ورکوي، د هوايي تریننګ له ډلې سره یوځای شي چې د هوايي مشورې ټیم بلل کېږي.
دوی به د افغانستان په هره برخه کې چې عملیات کېږي فعالیت کولی شي.
د سلواکیا د خبري رسنیو د راپور له مخې، مخکې تر دې چې دا ځواکونه د ماموریت لپاره افغانستان ته لاړ شي، په سلواکیا یا چک جمهوریت یا کرویشیا کې به تریننګ ورکړای شي.
د دغو سرتېرو شمېر به ۶۶ تنه وي. حاضردمه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې سلواکیا ۳۹ سرتېري لري.
ځیني یې د قوماندې په چوکاټ کې دي، خو ځیني نور ډاکتران او طبي پروسنل دي.