تاند- سلووینیا (Slavonia) د منځنۍ اروپا یو کوچنی هیواد دی چې ۲۰ زره ۲۷۳ کیلو متر مربع مساحت لري. یعني د افغانستان تر پکتیکا ولایت صرف ۷۰۰ کیلومتر مربع لوی دی.

مخکې تر دې چې د دې هیواد د ښکلي طبیعت په اړه څه ووایو او ویدیو یې وګورئ؛ د دغه هیواد په اړه لږ نور معلومات درکوو.

د دې هیواد پلازمېنه لوبیانا (Ljubljana) نومېږي.

د سلووینیا په سلو کې ۸۳ وګړي سلووینیان دي او څه کم ۲۰ سلنه پاتې خرواتان، سربان او نور دي.

ولسمشر یې بوروت  پاهور او صدراعظم یې ماریان شاریچ نومېږي.

دا کوچنی هیواد شاوخوا ۲ ملیونه نفوس لري.

سلووینیا د ۱۹۹۱ م کال په جون کې له یوګوسلاویا جلا شو.

ایټالیا، اتریش، هنګري او کرویشیا (خرواتیا) د سلووینیا ګاونډي هیوادونه دي. د دې هیواد په جنوب لوېدیځ کې ادریاتیک سمندرګی موقعیت لري.

سلووینیا د ملګروملتو، اروپايي اتحادیې او ناټو غړیتوب لري.

د سلووینیا د خاورې په سلو کې ۶۰ پر ځنګلونو پوښل شوې ده.

په دې هیواد کې د حیواناتو تر ۸۰۰ زیات ډولونه موندل کېږي؛ لکه نسواري یږ. په وروستیو ۱۰ کلونو کې د دې ځناور نسل ته د پاملرنې له کبله د هغو شمېر دوه برابره شوی دی.

په دې هیواد کې طبیعت او حیواناتو ته ځانګړی پام کېږي او له همدې کبله د سلووینیا پنځه دېرش نیم سلنه خاوره خوندي طبیعي سیمه اعلان شوې ده.

د سلووینیا حکومت د دې لپاره چې طبیعت او چاپېریال خراب نه شي، پر تجدید کېدونکې انرژۍ (باد، لمر) پانګونه زیاته تشویقوي.

د اروپا په شان په شنه قاره کې په ۲۰۱۶ م کال د سلووینیا پلازمېنه لوبیانا د اروپا تر ټولو زرغون ښار ونومول شو.

د ښار لویه برخه ونې، ځنګلونه او شنه پارکونه تشکلیوي او په مرکزي برخو کې یې موټر ته اجازه نه ورکول کېږي.

اوس هم د دې ښکلي هیواد د ښکلا په اړه د نشنل جیوګرافي ویدیو وګورئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *