تاند – د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه افغانان د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ورسېدل او ویل کیږي چې ګڼ شمېر نور لا په لاره دي چې په دغه ښار کې د هغې نړیوالې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د اقتصادي او پرمختیایي پالیسیو ملاتړ وکړي چې نړیواله ټولنه غواړي د هغې په ترڅ کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړي.
ویل کیږي چې دغه خلک د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي او د بېلابېلو قومي ډلو غړي دي او په ګډه راټول شوي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره له افغانانو سره د نړیوالو د څو میلیارد ډالري مرستو د ژمنو ملاتړ وکړي.
له سیمې څخه د ټولنیزو رسنیو له لارې ژوندۍ خپرونې ښیي چې یاد لاریونوال د اروپایي پارلمان مخې ته راټولېږي خو وروسته پولیس د ځای د کموالي له امله هغوی دې ته رهبري کوي چې یوه نژدې میداني ته لاړ شي.
خپرونې ښیي چې د لاریون برخه وال د مرګ په ایران، مرګ په پاکستان، مرګ په بهزاد او د ژوندی دې وي اشرف غني، مونږ د افغانستان د حکومت د اقتصادي او پرمختیایي پروژو ملاتړ کوو په څېر شعارونه ورکوي. هغوی د ولسمشر اشرف غني عکسونه لېږدوي چې پرې لیکلي مونږ خپل ملي مشر ډاکټر اشرف غني ته ښه راغلاست وایو.
بلې خوا ته ویل کیږي چې یو شمېر نور لاریونوال چې ډېر شمېر یې د هزاره توکم افغانان دي د احمد بهزاد په نامه یوه شخص له خوا چې ویل کیږي د ایران مالي ملاتړ له ځان سره لري د اروپایي پارلمان مخې ته مظاهره وکړي.
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې احمد بهزاد د افغانستان د حکومت اقتصادي تګلاره له تبعیض نه ډکه بللې او په اروپا کې اوسېدونکیو هزاره ګانو نه یې غوښتي دي چې د اکتوبر په ۵مه د اروپایي پارلمان مخته راټول شي او د افغانستان د حکومت پر ضد غږ اوچت کړي. ویل کیږي چې تر ده مخکې د داود ناجي په نامه یوه بل هزاره افغان چې د افغانستان په حکومت کې یې د معینیت غوښتنه کوله په امتحان کې له ناکامېدلو وروسته هزاره عوام په کابل ښار کې مظاهرو ته را واېستل چې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې په سلګونو کسان ووژل شول.
ژوند ژوند
ژوندی دی وی ویښ افغانان دا د ایران او پاکستان تا لی څټی دی خدای هلاک کړی
دا داىران کار دى
ډير ښه.
زموږ لودیځ میشتي افغانان ډېر بادرکه خلک دی. خو افسوس چې ځنی بهزاد ماډله هم پکې شته
بهزاد نن ورځ خپلې دې بې شرمانه عمل سره ورک شوې دې دا نه غوښتل چه ده خپله نولې چټل مخپه خلکو ووانېې
نن شاېد ټولټال هزاره ګان چه شاوخوا دې غلو په ګرځيدل او مېدان ته دې راتلو نهلرلر 18نفره هغوې ځانونه هم مهاجر حسابول او په غم کې شاېد عرق وې
نن دې اشرف غنې په طرافدراې ټول ټال دې ۳۰۰۰ نفرو پورته وو
زندباد پشتو ن باعزت اوباغیرت قوم مرګ دایران پر جاسوسانو
زه په داسې وطنپالو ورونو ویاړم چې په یوه ږغ سره را ټول، لاس په لاس د هیواد د دښمن مخې ته لکه زمریان ولاړوي۰ زه هم ستا سره یو ځی وایم چې: مـــرګ په ایـــران، درد په، مــرګ په پـاکـســتــان، مــرګ په بــززاد، مــرګ په مـوشـزاد، مــرګ په کمـزاد۰
ژوندئ دې وي اشرف غني، ژوندي دې وي زمونږ وطنپاله خویندې او ورونه۰
ډير ښه، ژوندي دې وي د ملي فکر خاوندان او ملي ارزښتونو ته ژمن پر خپل وطن مين افغانان
غاّپئ غاپئ د پشتون کاروان ته غاپی
کاروان کله په غپا باندی دریږی
د رنا په لټه ګرخئ بی ادبو
پشتون غر دی غر په وړلو نه کمیږی
خو دا ښه شوه چی تورمخی را معلوم شول
څو ژوندی وی له تاریخه به شرمیږی
سورلنډیان اوس د زمریانو پیښې کاندی
زخمی ناست دی ورته ګوری او خندیږی