تاند- سلګونو طالبانو په فراه ولایت کې له وېرې پرته خپل زور نندارې ته وړاندې کړ.

د لانګ وار ژورنال خپرونې د دوشنبې د ورځې /اکتوبر۳۰/ راپور له مخې، سلګونو طالبانو په داسې حال کې د فراه ولایت په بکواه ولسوالي کې پوځي پرېډ وکړ چې د افغان او ناټو له هوايي ځواک څخه یې هیڅ اندېښنه نه لرله.

وسله والو طالبانو د خپل دغه پرېد ویډو خپره کړې ده.

د لانګ وار ژورنال پر اساس له ویډو داسې ښکاري چې طالبان پرېډ د بکواه ولسوالي په مرکز یا کوم لوی کلي کې کوي. طالبان په دې ویډیو کې نوي هیلکس پیک اپ موټرونه او همداراز هاموې او فورډ رېنجرونه ښيي چې له افغان امنیتي ځواکونه څخه یې نیولي دي.

د پرېډ په سیمه کې د طالبانو سپین تنظیمي بېرغونه لیدل کېږي.

د پیک اپ موټرو له پرېډ وروسته په سلګونو طالبان کتار درېږي او د خپلو مشرانو ویناووو ته غوږ نیسي.

راپورونه وايي چې په فراه ولایت کې ایران هم د طالبانو کلک ملاتړ کوي ځکه چې ایران غواړي د طالبانو د ملاتړ په وسیله د بخش اباد بند د جوړېدو مخه ونیسي.

One thought on “سلګونه طالبان د فراه په بکواه کې راغونډ شول”
  1. بدې باندې اوس په افغانستان کې ماشومان هم پوی شوې دي چی طالیب د امريکا پروژه ده او امریکا ته کار کوي په ساتونو ساتونو افغان دفایي ځواکونو سره جګړه کوې ولسوالۍ نیسې ولایتونه سکوت کوي دا موهیمات له کومه کوي؟
    د خدای په لخاض افغانانو راویخ شی که طالیب ده افغان ده که عسکر ده هم افغان ده
    دواړو خواوو ته چی مړکیږي د افغان بچی مري افغانۍ میندی بوری کیږي
    نور دا پردی جګړې ته د پای ټکی کیږدی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *