تاند- سلګونو تنو نن په جلال اباد کې د فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري د اسلام د ستر پیغمبر د کاریکاتور د خپرېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه.
مظاهره چیانو مرګ پر فرانسې شعارونه ورکول. دوی د فرانسې بیرغ د اعتراض په دود وسوځاوه.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نن ورځې اکثره مظاهره چیان ځوانان ول. دوی د افغانستان له حکومته غوښتنه وکړه چې په کابل کې دې د فرانسې سفارت بند کړای شي او د فرانسې حکومت دې له مسلمانانو رسماً بخښنه وغواړي.
تر دې مخکې پرون او وړمه ورځ هم د فرانسوۍ مجلې د کاریکاتور د خپرېدو په اعتراض کې په افغانستان کې مظاهرې شوې وې.
د جلال اباد د مظاهرې یوه برخوال نهیب غمشریک وویل، مظاهره چیان د فرانسې له حکومته غواړي چې د مسلمانانو مقدساتو ته درناوی وکړي او د مسلمانانو د پیغمبر سپکاوی ونه کړي.
د فرانسې چارلي ابدو مجلې، چې څلور کاله پخوا یې هم د اسلام د پیغمبر (ص) کاریکاتور خپور کړی و، د جنورۍ د اوومې نېټې له حملې وروسته، چې پر دفتر یې وشوه او ۱۲ تنه پکې ووژل شول، یو وار بیا د اسلام د پیغمبر کاریکاتور خپور کړ.
د فرانسې حکومت وايي، چارلي ابدو مجله دولتي نه ده او په فرانسه کې هرڅوک حق لري چې د هر دین په اړه نظر څرګند کړي یا کاریکاتور خپور کړي.
خو د نړۍ اسلامي هیوادونو او حتي د کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر د چارلي ابدو مجلې له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو خپرېدا غندلې ده. خو دوی حکومت ته د انتقاد ګوته نه ده نیولې.