تاند- د زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د پلویانو ترمنځ جګړې ته تیاري نیول شوې ده.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا ملا منصور شاوخوا شپږ سوه تنه د ملامنصور داد الله د پلویانو پر ضد د جګړې لپاره دې ولسوالۍ ته استولي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط تاند ته وویل:«منصور داد الله له ۱۵ یا ۱۶ ولایتونو څخه په سلګونو موټریسایکلونو او موټرو کسان دلته رالېږلي، سیمه یې مکمله نیولې، خلک یې په ډوډۍ پوري نه رسېږي. منصور دادالله هم د شلو – پنځلس ولایتونو کسان راغوښتي، دلته په سنګرونو کې سره ناست دي. موږ د تېښتې او هجرت لار نه لرو. که دوی سره ونښلي زموږ ټوله ولسوالي به تباه شي.»

راپورونه وايي چې ملا منصور غواړي په یوه فرمان یا فتوا د هغو کسانو پر ضد جهاد اعلان کړي چې له ده سره بیعت نه کوي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند ورور ملا عبدالمنان ملا منصور ته خبرداری ورکړی چې که دا ډول کومه فتوا یې خپره کړه، د طالبانو ترمنځ به د وینو سېل وبهېږي.

هغه وايي:

د منصور مخالفان وايي چې نوموړی د مشرتابه شورا (کوټې شورا) او علماوو شورا د غړیو د اکثریت له لوري نه دی غوره شوی خو د منصور پلویان وايي چې د مشرتابه شورا په سلو کې ۹۵ غړیو د منصور مشري تایید کړې ده.

د اې این آی د راپور پر اساس د طالبانو د علماوو د شورا یوه غړي مفتي معصوم افغاني وویل، د منصور مخالفانو د دیني عالمانو یوې منځګړې ډلې ته د فیصلې بشپړ واک ورکړی دی خو منصور موافق نه دی چې منځګړو دیني عالمانو ته د پرېکړې واک ورکړي.

2 thoughts on “سلګونو طالبانو د زابل په خاک افغان کې یو بل ته مورچې نیولي”
  1. طا لبان بايد پخپل منځکى جکره ونکړى ا و لاړشى د ملا اى ايس اى څخه دخپل مشر معلومات تر لاسه کړى او يا خو داده چى ملا اى ايس اى غواړى چى بعضى طا لبان دمخى لرى کړى نو اوس ملا اى ايس اى غواړى يوه فتوا ورکړى چى پر هغو طا لبا نو جهاد روا دى چى د ملا اى ايس مشرى نه منى

  2. هرکله چی د دغی دواړه ډلو اعاشه اباطه مالی ټول امکانات له یو ځای او یو مرجع څخه وی نو فکرنکوم چی دوی به سره لاس اوګریوان شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *