تاند- له فراه څخه د راپورونو له مخې سلګونو وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ پر پوستو همهاله بریدونه پیل کړي او د دې خبر د خبرېدو تر شېبې پوري په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.
باوري سرچینې وايي چې د طالبانو بریدونه په درو سیمو کې متمرکز دي. د دغو درو سیمو د هرې یوې په جګړه کې لږترلږه درې سوه طالب جګړه مار برخه لري.
تراوسه پوري دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې په اړه دقیق راپور نشته او د فراه ولایتي چارواکو هم څه نه دي ویلي.
طالبان هڅه کوي چې له افغانستانه د ناټو د جنګي ځواکونو له وروسته له رامنځته شوې خلا څخه په استفادې د سیمو د لاندې کولو لپاره خپل وروستی زور وازمويي.
دا ډله عموماً د حکومت کمزوري ځایونه په نښه کوي.
تېره شپه یې د هلمند په موسي کلا ولسوالۍ کې پر څو پوستو په برید کې لږترلږه ۲۰ افغان پولیس ووژل.