تاند- له وردک ولایت څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د دغه ولایت د مرکز میدانښار په شاوخوا کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له پرون راهیسي جګړه روانه ده.
وسله وال طالبان وايي چې د میدانښار په شاوخوا کې یې پر دولتی تاسیساتو پراخې حملې پیل کړي، د کابل کندهار د لویې لارې په ګډون یې دغه ولایت ته ټولې تللې لارې بندې کړي دي.
وسله والو طالبانو د کابل – کندهار پر لویه لار خپل سلفي عکسونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې میدانښار ته څېرمه یې «سره کلا» او «دراني» سیمې نیولي دي.
خو دولتي چارواکي د طالبانو له لوري د دغو سیمو نیونه ردوي مګر وايي چې په یادو سیمو کې نښتې شوي دي.
د میدان وردک د والي ویندوی عبدالرحمان منګل تایید کړه چې طالبانو نن سهار پر سید اباد ولسوالي او د میدانښار پر لمنو بریدونه کړي دي.
راپورونه وايي چې په جګړه کې سلګونه طالبان برخه لري.
د میدان وردک د والي په وینا امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونو ته کلک ځواب ویلی دی.
ښاغلي منګل دا هم وویل چې والي په خپله د جګړې څارنه کوي او د طالبانو د بریدونو د ناکامولو لپاره د جګړې سیمو ته کافي ځواکونه استول شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو په سید اباد ولسوالي کې، چې د کابل – کندهار لار ورڅخه تېرېږي، یو پُل په ماین الوزولی دی او له همدې کبله د کابل – کندهار لاره بنده شوې ده.