تاند- په سلګونو وسله وال طالبان په کندوز کې په ښکاره راغونډ شول چې د خپل نوي امیر بیعت وکړي.

طالبانو په یوه ویدیو کې چې د اګست په ۲۵مه /پنجشنبه/ یې په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې، په کندوز ولایت کې خپل پلوي جنګي کسان ښيي.

په دې ویدیو کې ویل شوي چې دا کسان له ملااختر محمد منصور سره د بیعت کولو لپاره راټول شوي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې له ویدیو سره یوځای یې خپره کړې، ویلي:«ګڼ شمېر مجاهدو مشرانو، قومي مشرانو او عادي مجاهدینو د کندوز په شمالي ولایت کې د اسلامي امارت نوي امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور ته د کندوز د والي (ځانبولی) ملا عبدالسلام اخوند په لاس بیعت وکړ.»

ملا عبدالسلام، چې اوس د طالبانو له لوري په کندوز کې والي او د جګړې مشر دی، په ۲۰۱۰ م کال پاکستان نیولی و. وروسته یې خوشي کړ او کندوز ته لاړ.

3په ویدیو کې ښودل کېږي چې طالبان په کندوز کې نه له بې پېلوټه الوتکې او نه له نورو جنګي الوتکو وېره لري او په ښکاره غونډه کوي.

په دې ویدیو کې دا هم ښکاري چې طالبانو یو شمېر پوځي زغرګاډي او نقلیه وسیلې نیولي دي. تراوسه پوري په نورو ولایتونو کې د طالبانو له نوي مشر سره د بیعت دا ډول غونډې نه دي لیدل شوي.

په کوټه کې، چې د طالبانو د قوماندې او مشرتابه شورا مرکز دی، د طالب مشرانو ترمنځ لا هم د نوي مشر پر سر اختلاف دوام لري او د منځګړو هلوځلو لا نتیجه نه ده ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *