تاند- په هلمند کې پر عام ولس د جمعې د ورځې له تروریستي حملې وروسته سلګونو هلمندي ځوانانو د کوزې پښتونخوا او کابل په شان د پرلت کمپ جوړ کړ او پر طالبانو یې ږغ وکړ چې سوله وکړي.
پرلت کوونکي، چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي؛ وايي، د دې لپاره راټول شوي چې پر ناامنۍ اعتراض وکړي.
د جمعې په ماښام د لشکرګاه د غازي محمد ایوب خان د لوبغالي په خوله کې یوې موټر بمي چاودنې لږترلږه ۱۶ تنه شهیدان او شاوخوا ۳۵ نور ژوبل کړل.
لشکرګاه ښار دا ډول بې شمېرې خونړۍ حملې لیدلي خو دا لومړی ځل دی چې یو شمېر ځوانان او د مدني ټولنې فعالان د خپلو عزیزانو د وینو پر بهېدو د اعتراض ږغ اوچتوي.
اعتراض کوونکو وویل، نور له وینې بهېدا ستومانه شوي او په ټول هیواد کې سوله او امنیت غواړي.
دوی دغه راز وویل، حاضر دي چې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړي او هغوی ته د سولې په پروسه کې د شاملېدو بلنه ورکړي.
د پرلت برخوالو ویل، خلک په بازارونو، جوماتونو او کورونو کې او حتي د جنازې په مراسمو کې وژل کېږي.
پرلت والو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو ته سره کښېني او روغه وکړي.
د لشکرګاه د جمعې د ورځې د موټر بمي انتحاري حملې مسوولیت طالبانو په غاړه وانخیست خو چارواکي او یو شمېر هلمندیان وايي چې دا ډول حملې طالبان کوي خو دا ډله عموماً د خپلو هغو حملو مسوولیت په غاړه نه اخلي چې اکثره قربانیان یې ملکیان وي.
په هلمند کې په داسې حال کې د تشدد خلاف ځوانانو پرلت پیل کړ چې ورسره په یو وخت د کابل د پرلت پر خیمې د لاسي بم په حمله کې تېر ماښام یو تن شهید او ۱۳ نور ژوبل شول.
په لاندې ویدیو کې بصیرالحق عادل د پرلت له ګډنوالو سره خبرې کوي؛