تاند- سلګونو پناه غوښتونکو د یونان او مقدونیا په پوله کې پر درول شویو ازغنو سیمونو یرغل ورووړ او پوله یې په وچ زور پرانسته.
د مقدونیا پولیسو د پناه غوښتونکو د شړلو لپاره له اوښلنو ګازو کار واخیست.
پناه غوښتونکو وروسته له دې د مقدونیا پولې ته مخه کړه چې اوزه شوه، دغه هیواد پوله پرانستې ده.
د یونان تلویزیون پناه غوښتونکي وښودل چې نارې یې وهلې چې مقدونیا پوله پراسنتې او دوی ازاد دي.
وروسته د یونان پولیسو خبري اژانسونو ته وویل چې دا اوازه رښتیا نه ده.
د یونان او مقدونیا په پوله کې تر ۷ زره زیات پناه غوښتونکي منتظر دي او اکثره یې غواړي چې جرمني ته لاړ شي.
له بلې خوا د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل اعلان وکړ چې په یونان کې به د پناه غوښتونکو غمیزه پای ته ورسوي.
مېرمن میرکل په یوه تلویزیوني مرکه کې د اروپايي اتحادیې له لوري پناه غوښتونکو ته د پرانستو دروازو پر پالیسۍ ټینګار وکاوه.