تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: لویه څارنوالي وايي، افغان سینمايي لوبغاړی سلیم شاهین یې له یوې نجلۍ څخه د باج اخیستلو په جرم دوه کاله زندان ته استولی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، سلیم شاهین په ټولنیزو رسنیو کې یوه نجلۍ ګواښلې وه که پيسې ور نه کړي قابل اعتراض ویډیو به یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړي.

د ښاغلي رسولي په خبره دغې نجلۍ بالاخره دوی ته شکایت کړی چې سلیم شاهین ترې دوه زره ډالر غواړي د جزا د کوډ له مخې د سایبري باجګیرۍ په جرم یې شاهین بالفعل ونیو.

خو سلیم شاهین وايي، دا یې پر وړاندې دسیسه جوړه شوې ده او زندان ته په تلو به یې څو فلمي پروژې نیمګړې پاتې شي چې کیدای شي له زندان وروسته په فلمونو کې کار هم پرېږدي.

ښاغلی شاهین درې میاشتې وړاندې د خپلې لومړنۍ محکمې په شپو ورځو کې هندوستان ته روان و چې له هوايي ډګره راګرځول شوی او اوس په زندان کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *