عبدالباري جهاني

یوه ورځ به دي ږغ وشي علي خانه          چي فلانی هم لکه ګرد و غبار تیر شو

د آګسټ د میاشتي پر نولسمه د دوشنبې په ورځ د کندهار یو نامتو اجتماعي او سیاسی شخصیت، عبدالرحیم هاتف، چي په یوه حساب یې په خپل وخت کي د کندهار د منورینو یو بشپړ نسل، د ادبي او اجتماعي خدمتونو پوروړی دی، وفات سو. اناّ لله و اناّ الیه راجعون.

 عبدالرحیم هاتف، چي د کندهار ډیرو زیاتو خلکو د معاون صاحب په نامه پیژندی، د نن څخه تقریبا شپږ اتیا کاله مخکي د کندهار په دوهمه ناحیه کي، په یوه داسی منوره کورنۍ کي سترګي نړۍ ته پرانیستي وې چي د پلار او مور له خوا یې زیاتره نیکونه عالمان او شاعران تیر سوي وه. پلار یې مولوي محمد ویس کاکړ شاعر وو او مرحوم بینوا یې په اوسني لیکوال نومي کتاب کي یو انتقادي او اجتماعي نظم قید کړی دی.

و مسلمان ورور ته آخر تیره اغزی پر څه سوې

داسي بې ننګه او ناسیال غوندي ځلمی پر څه سوې

د مرحوم عبدالرحیم هاتف مور د کندهار د یوه خوږ ژبي اجتماعي شاعر رحمت الله بابا لور او د خپل وخت د یوه مشهور شاعر عبدالله محزون لمسۍ وه. پخپله هاتف صاحب هم  مرحوم بینوا ته د خپلي سوانح د لیږلو په ترڅ کي پخپلي کورنۍ ویاړي او وایی که مبالغه رواوي نو باید ووایم چي زه د شعر او ادب په غیږ کي روزل سوی یم، لیکن حقیقت دا دی چی د شعر او نفسي ادب په لحاظ و خپلو اسسلافو ته پوره نسبت نه لرم. البته دا خبره باید د مرحوم هاتف صاحب د خپلي ذاتي شکسته نفسی او په حیا کي د افراط څخه وبولو. که نه نو په پښتو ژبه یې د حمید ماشوخیل احوال او اشعار کتاب لیکلی، ابن سینا بین الدین والفلسفه یې له عربي څخه په فارسي ترجمه کړی، تنقید شعرالعجم یې د اردو څخه فارسي ته ترجمه کړی او بینوا ته د خپلي لنډي سوانح د لیکلو په وخت کي یې کښلي دي چي دغه ګړی د روحیاتو په باره کي له انګلیسي ژبي څخه پښتو ته د یوه کتاب په ترجمه کولو لګیا دی. په څلورو ژبو پوهیدل، لیکل او ترجمه کول پخپله ساده خبره نه ده. هاتف صاحب، په هغه زمانه کي چي په کندهار کي سواد تقریبا د نشت په اندازه وو، د ادبیاتو پوهنځي په اعلی درجه پای ته رسولې او یو څه وخت یې د میرویس لیسې د مدیر د مرستیال په حیث، وروسته د احمد شاه بابا په لیسه کي د ښوونکي په حیث ، او یو څه وخت یې د پوهني وزارت څخه بهر اداري کارونه کړي اوپه پای کي په شخصي کاروبار لګیا سوی دی.

 ما په برنده ځواني کي، چي د یوولسم او دوولسم ټولګۍ زده کونکی وم، د کندهار په میرویس رستورانت کي، په هغو ازادو ماښامنیو غونډو کي، چي د کندهار منورینو به ګرداو بله، د مرحوم هاتف صاحب په سل ګونو علمي او سیاسي ویناوي اوریدلي دي. که د هغه ګرداوونو ځیني غړي، چي اوس به هم ژوندي وي، زما څخه خپه نه سي نو زه په پوړه زړه ویلای سم چي هاتف صاحب د ګرداو پر ټولو غړو غښتلی وو. ټولي خبري یې علمي او له یوې بلي سره د مرغلرو د لاړ په ډول پییلي وې. پر حقیقت مین وو. له هیڅ چا څخه نه بیریدی او د دې مدعا شاهد مي د اولسي جرګې په دوولسمه دوره کي د هغه ویناوي دي، چي د خپلو عقایدو او نظریاتو د اظهارولو په وخت کي یې د هیڅ واکمن مخ ته نه دي کتلي. زه په پوره جرأت سره ویلای سم چي مرحوم عبدالرحیم هاتف په هغو کسانو کي وو چي د سل دي ومره یو دي مه مره متل یې په حق کي صدق کوي. او دا متل د هر چا لپاره نه راځي.

مرحوم بینوا ته د خپل شخصیت د معرفي کولو په برخه کي هم په شکسته نفسي کي افراط کوي او وايي چي زه یو قانع، بې استقامته، عافیت پسنده، بیرندوکی، شرمندوکی، متحمل او په محدوده ساحه کي اجتماعي انسان یم. دوستان مي له ځانه څخه خوشاله ساتلي دي، د تکلف او درواغو څخه مي ډیر بد راځي، رسمي ژوند راباندي درنیږي…

د تیر سپټمبر په میاشت کي په هالینډ کي د محمد امین باوري او عبدالله احسان سره کورته ورغلی وم. د ټول روغتیایی تکلیف سره یې زموږ ښه میلمه پالنه وکړه. کله چي مي د افغانستان په سیاسي میدان کي د خپلي فعالي ونډي اخیستلو په باره کي خبره ورسره میدان ته کړه نو د یوه مشر دوست په حیث یې په ډیر ادب، چي د ده د اخلاقو یوه برخه وه، ماته را وفهمول چي دا میدان زما نه دی. زما به د هغه هوښیاري خبري او سپیڅلي دوستانه مشورې هیري نه سي. زه افتخار کوم چي د افغانستان له دغه هوښیار علمي او سیاسي شخصیت سره مي له نیژدې پیژندل. راباندي ګران وو، احترام مي درلود او دغه علت دی چي نن ورځ یې کمبود احساسوم. د هغه یاد دي د نورو تللیو وطن پالونکو پوهانو سره یو ځای تازه وي. زه د هغه د درندې کورنۍ د یوه خواخوږي په حیث له ټولو سره غمشریکي کوم. زامنو، لوڼو، میرمني او ټولو دوستانو ته یې صبر جمیل او اجر جزیل غواړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *