تاند، دوشنبه، د میزان اوله: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی سیسټم کې د ثبت شویو شمېرو له مخې به د میزان د ۶مې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۰۰ زره کورني او بهرني ناظران ټاکنې وڅاري.

 د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات په دې اړه تاندته وايي، تر اوسه ورته اتو نړیوالو بنسټونو، ۱۲ رسنیو، ۱۸ ملي بنسټونو، ۱۱ ګوندونو او ۹ ټاکنیزو ټیمونو خپل ناظران او څارونکي ورمعرفي کړي دي: (( تر اوسه زموږ په سیسټمکې ۱۰۵ زره او ۳۳۰ کسان څارونکي ثبت شوي دي، موږ ورته ټولې اسانتیاوې برابروو خو شاید شمیر یې له دې هم زیات شي.))

نوموړی زیاتوي، دغه راز به یوناما، د استرالیا د څارونکو ډله، د انګلستان، کاناډا، هند او ایران سفارتونه د ځانګړو مېلمنو په توګه د ټاکنو نظارت کوي.

  ټاکل شوې چې پنځه ورځې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې په ټول هېواد کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *