د ګابریل ګارسیا مارکز د يو اثر نوم “سل كاله يوازيتوب” دی، خو زه نن د دې اثر پر څرنګوالي خبرې نکوم، یوازې هغه څه لیکم چې دې “سل كاله يوازيتوب” نوم اړه کړم په اړه یې فکر وکړم.

د دې اثر نوم زه پخوانیو وختونو ته یووړم، هغه وخت چې زښته زیات ارزښت یې درلود.

هغه وخت چې یوازېتوب کومه معنا نلرله او د مینې او خوشحاله وخت لپاره مې د خپلې ریښتینې مینې نړۍ ته ور دانګل، هغه وخت چې په ریښتنې معنا مو مینه کوله او د اوسنیو ځینو خلکو په څیر به نه و، چې نه مینه پیژني او نه نور مینې کولو ته پریږدي، داسې یو وخت چې ډیری وخت به مو ملګرتیا تر هدفه نه محدودوله.

هغه وخت د دود او رواج په کیسه کې هم نه و، خپل کار به مو کاوه څه چې مو زړه غوښتل دقیق هماغسې یوڅه د نورو په خوشحالۍ مو خندلی شوای او په خپل زخم او درد مو هم په زوره  زوره ژړلې او لا به مو له ټولو مینه تر لاسه کوله د دې په ځای چې د نورو د بی ځایه خبرو ښکار شو په پوره صداقت مو د ښکولو لپاره چانس تر لاسه کاوه، په خپله نړۍ کې مو هغه څه تر لاسه کړي وو چې د ښار یا کلي نورو خلکو د سل کاله عمر په تیریدلو نه شوای موندلی.

د ګابریل ګارسیا د اثر نوم سل کاله یوازیتوب … ماته دقیقن هغه سل کاله رایادوي چې یو کس یې خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره له لاسه ورکوي، تاسو ته به ځینې وختونه در یاد شوي وي پخواني وختونه او یا به اوس هم په ذهن کې پوښتنې لرﺉ چې پورتنۍ متن د کوم وخت پورې تړاو لري دلته خو هر څه بدل دی، خو باید ووایم دا هماغه څه دي چې مو په ذهن کې ګرځي کله چې انسانیت له ډیریو نورو ژبنیو، قومي، سمتي اړیکو مهم و.

خو ژوند مونږ په داسې وخت کې ودرولو چې که هر څومره کوښښ او هڅه وکړو تیر راګرځولای نشو، مونږ ایله دومره کولای شو چې خیال مو ماشومتوب ته لاړ شي مګر وخت به هماغه سل کاله تیر شوی وي او ځان به ورځ تر بلې له خپلو هیلو لیرې احساسوو.

مونږ په ژوند کې کوم څه چې اوس لرو دقیقن څو کاله پخوا مو یې د درلودلو هیله کوله، له خدایه به مو د هر لمانځه وروسته په دعا کې غوښتنه کوله، خو نن پرې قانع نه یو، ځکه چې ورځ تر بلې مو غوښتنې، ارمانونه او هیلې ډیرې شوي توپیر یې کړی، وروسته له ماشومتوبه مونږ ټول د نړۍ تر ټولو لویو او ارزښتنمنو څیزونو لیرې پاتې یو، مینه، ژوند، خندا… او داسې نور هر څه یوازې لباسي بڼه لري یوازې تمثیلیږي په حقیقت کې مونږ ژوندي یو، ژوند نه کوو.

سل کاله یوازیتوب به هم ما تر هغه وخته ونه رسوي، مونږ ته به د هغه مینه ناک نظر یوه مسکا تعبیر نکړي، زه په خپله اوس نه شم کولای خپلو غمونو ته وژاړم اوس مې خپل پاک او سپیڅلۍ ځای چې د مور غیږه مې وه نورو خویندو او وروڼو ته پرې ایښې ده، ځان لویانو کې حسابوم، خو په اصل کې زه هماغسې یوازې پاتې شوم لکه څنګه چې مې نن په یو متن کې د ګابریل کارسیا د اثر نوم واوریده “سل کاله یوازیتوب”

یوې ځوانې نجلۍ ته څوک د دې حق اوس نه ورکوي د ټولو مخکې په کړس وخاندي، دلته اوس هر څه په دودونو کې پټ شوي دي ژوند، خوښی او هرڅه…”

ژوند بیرته شاته نه ګرځی، شاید ډیری کسان د خپل تیر وخت بیرته ستنیدو لپاره ډیرې دعاوې وکړي خو دا هر څه ګټه نلري، اوس د یوسف پیامبر وخت هم ندی چې د زلیخا په څیر به مو دعا کار وکړي.

دلته هر څه په مونږ پورې تړاو لري، مسکا مو په شونډو جاري وساتﺉ، راتلونکي په اړه فکر وکړﺉ خو نن هم ژوند کول مه هیروﺉ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *