دغه کتاب د بیلو کیسو ټولګه ده. ډیره برخه یې ژباړل شوې ده، خو داسې کیسې هم شته چې په هېواد کې پښتنو لیکوالو لیکلې او پر ټولنیزو شبکو یې خپرې کړې دي. دغه کتاب د حسیب الرحمن نورمل په هڅه چاپ شوی دی. نوموړي تر ډیره دغه کتاب ماشومانو ته تیار کړی دی خو کیسې یې دومره په زړه پورې دي چې آن لویان او تنکي ځوانان هم ګټه ترې اخیستی شي. هره کیسه یې ښکلی پیغام لري او په پای کې له یوې مشهورې مقولې سره تړل شوې ده. کتاب د لیکوال په شخصي لګښت وایګل چاپځای چاپ کړی دی.